Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړي کمېسیون مشر د ملګرو ملتونو راپور هرکلی وکړ

admin by admin
2021/08/09

د افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړې کمېسیون مشر عبدالقیوم نظامي پرون یکشبنه « ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۷ مه» کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، د ملګرو ملتونو د هغه راپور هرکلی کوي،چې له فساد سره یې د افغان  حکومت مبارزه ستایلې ده.

د یوناما په راپور کې راغلي،چې د فساد پر وړاندې د حقوقي او بنسټیزو چوکاټونو د رامنځته کولو په برخه کې افغان حکومت مثبت ګامونه پورته کړي،خو د ځینو نیمګړتیاوو یادونه هم ‌په کې شوې وه، خو  عبدالقیوم نظامي وايي، د فساد کچه یې راټېټه کړې ده.

نظامي زیاته کړه: «  بناء دا تعهدنامه زه فکر کوم،چې ډېر موثریت به ولري، هم کمېسیون دې ته هڅول کېږي او هم زموږ نورې ادارې،چې خپل کارونه سم کړي، د قانون احکامو  مطابق یې مخته یو سي. » 

نظامي وايي، تر اوسه پورې یې د فساد ۱۱۲ لویې او وړي قضیې ثبت کړي او له دې ډلې یې ۳۲ قضیې د نورو څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته  راجع کړي دي.

 هغه زیاتوي:«   موږ تر اوسه پورې د فساد شااوخوا ۱۱۲ قضیې،چې لویې او وړې قضیې دواړه په کې شاملې دي،د اطلاعاتو او  شکایاتو پر اساسي راغلي دي. دا په کمېسیون کې ثبت شوي دي. زما د مالوماتو پر اساس شااوخوا ۳۲ قضیې څارنوالۍ ته تللي دي.» 

له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړي کمېسیون د افغان حکومت په استازیتوب له فساد سره د اغېزمنې او چټکې مبارزې لپاره ملګرو ملتونو نړیوال ایتلاف سره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

دغه کمېسیون وايي، د دې تړون له مخې به هېواد کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې ټولې لاسته راوړنې له ولس او مدنې ټولنو سره شریکې کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist