Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خبریالان: رسنۍ د خصوصي سکټور په وده کې مهم رول لري

خبریالان: رسنۍ د خصوصي سکټور په وده کې مهم رول لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/27

په کابل کې د رویداد خبري آژانس په نوښت د خصوصي سکټور په وده او پیاوړتیا کې د رسنیو د رول په نوم ناسته جوړه شوه، چې ښځینه سوداګرو، د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکو، د رسنيو او خبریالانو ملاتړو بنسټونو مشرانو او همدا راز د چارو کار پوهانو په کې ګډن درلود.

په دغه ناسته کې د خصوصي سکټور د ودې پر څرنګوالي او په دې برخه کې د رسنیو پر رول او اهمیت خبرې وشوې.

د ناستې ګډونوالو د خصوصي سکټور په وده او پرمختګ کې د آزادو رسنیو رول مهم وګاڼه او ټینګار یې وکړ چې د رسنیو له همکارۍ پرته خصوصي سکټور او په تېره بیا سوداګري پرمختګ نه شي کولی.

د غونډې ګډونوالو په اند، لکه څنګه چې رسنۍ په نورو برخو کې د موضوعاتو او مسایلو په تړاو مهمې دي، د اقتصادي پرمختګ په برخه کې هم اغېزناک رول لري او باید جدي پاملرنه ورته وشي.

د رویداد خبري آژانس بنسټګرمحمد سنګر امیرزاده وايي: « که چېرې دا رسني نه وي، نه به د ښځو تشبث او نه هم غیر ښځینه تشبث د پام وړ وده وکړي. راځئ له نړیوالو سرچینو پیسې پیدا کړو. متوجه اوسئ چې یوازې د رسنیو مسوولیت یوازې د اعلانونو خپرول نه دي. زه یو مثال درکوم، یو شرکت څنګه کولی شي ښه مارکېټېنګ وکړي چې یوه رسنۍ ورسره دقیق کار ونه کړي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې حقوقي سلاکار عبدالسلام کوهي وايي: « په مختلفو برخو کې د عامه ذهنیتونو په روښانه کولو کې د رسنیو رول له ځانګړي اهمیته برخمن دی. په ځانګړې توګه دغه برخه کې چې زموږ د نن ورځې بحث دی. زموږ بحث اقتصاد او اقتصادي فعالیتونه دي.»

د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، لکه څنګه چې خصوصي سکټور د هېوادونو د اقتصاد په پرمختګ کې مهم رول لري، همداسې رسنۍ هم د خصوصي سکټور د ودې او پیاوړتیا لپاره مهمې او ارزښتناکې دي.

د ښځو د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړې فرېبا نوري وايي: «خصوصي سکټور د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لوبولی او کولی شي د اقتصادي پراختیا او کارموندې لپاره مناسب بستر چمتو کړي. له بلې خوا، د هېواد رسنۍ د اقتصادي او پراختیايي فعالیتونو د هېندارې په توګه کولی شي د خصوصي سکټور په وده او پرمختګ کې ګټور رول ولوبوي.»

په داسې حال کې چې په کوردننه په بېلا بېلو برخو کې د افغاني تولیداتو کچه لوړه شوې او په ځینو برخو کې افغانستان ځان بساینې ته نږدې شوی هم دی، د کورنیو تولیداتو د ودې او بازارموندنې په برخه کې د رسنیو رول مهم بلل کېږي.

د افغانستان د آزادو ژورنالېستانو ټولنه وايي، خصوصي سکټور باید د ځان پیاوړتیا او خپلو تولیداتو د ودې په برخه کې له رسنیو سره له نږدې کار وکړي.

د افغانستان د آزادو ژورنالېستانو ټولنې مشر حجت الله مجددي وايي: « موږ کولی شو د رسنیو له لارې خلکو ته د خپلو کورنیو تولیداتو ګټې بیان کړو. زموږ خلک د دې پر ځای چې بهرنیو تولیداتو ته مخه کړي، کرار کرار راشي ترڅو پر ځان بسیا شو او خپلو کورنیو تولیداتو ته وده ورکړو. دا هغه وخت وده کولی شي چې د تولیدي کارخونو او مرکزونو خاوندان له رسنیو سره همغږي ولري او په دې پوه شي چې څنګه کولی شي په دې برخه کې خلکو ته آګاهي ورکړي او د دوی د تولیداتو له ګټو خلک خبر شي او ورته مخه کړي.»

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مشرعبدالقديم وياړ وايي: « هغه اړیکې چې د سوداګرۍ له خونو سره جوړې کړې وې، په ځانګړې توګه د ښځینه پانګوالو د هڅونې لپاره، دا واقعا ً د هېواد یوه جدي اړتیا ده او دې ته کار کول په کار دي. زموږ له اړخه کوم څه چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې وظیفه ده، موږ په هره برخه کې ستاسو همکار یو او هرڅه چې زموږ په وس کې وي، هغه کوو.»

په ټوله کې رسنۍ د هېوادونو د څلورمې قوې او خصوصي سکټور د پنځم رکن په توګه یادېږي. کارپوهان وايي، د دواړو ګډ کار کولی شي د هېواد اقتصاد ته وده وکړي او د خلکو په اقتصادي وضیعت کې بدلونونه راولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist