Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ډېکسن: د اسلامي امارت مخالفو جهتونو ته خپل هېواد کې د فعالیت اجازه نه ورکوو

ډېکسن: د اسلامي امارت مخالفو جهتونو ته خپل هېواد کې د فعالیت اجازه نه ورکوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/27

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت له شارژدافیر رابېرټ ډېکسن سره په کابل کې کتلي او پر دوه اړخيزو مسايلو يې بحث کړی.

ډېکسن ډاډ ورکړی چې هېواد يې د يوه باثباته افغانستان پلوی دی او په هېڅ صورت اجازه نه ورکوي چې په بریټانيا کې د اسلامي امارت مخالف سياسي جهتونه فعاليت وکړي.

ډېکسن دغه راز پر افغانستان د اقليمي بدلون ناوړه پايلو اغېز ته په پام ډاډ ورکړی چې لندن به له کابل سره د يادو اغېزو په کمولو کې همکاري جاري وساتي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: «رابېرټ ډېکسن د بریټانیا او اسلامي امارت ترمنځ ناستې د دواړو لورو پر ګټه وبللې او ټینګار یې وکړ چې بريټانیا په خپل هېواد کې د اسلامي امارت مخالفینو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي. نوموړي زیاته کړه چې انګلستان یو باثباته افغانستان غواړي او د بشري مرستو او اقلیمي بدلون په برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.»

ډېکسن د کابل او لندن ترمنځ د يو لړ مهمو مسايلو په تړاو په راتلونکي کې د دوه اړخېزو ناستو د جوړېدو وړانديز کړی او په خبره يې بریټانيا هڅه کوي د کابل او نړيوالو ترمنځ د اړيکو په رغولو کې د يوه درېيمګړي هېواد په توګه رول ولوبوي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دې لیدنه کې ویلي په هېواد کې د بشري حقونو تأمين ته بشپړه پاملرنه شوې او په دې برخه کې له نړيوالو سره کړې ژمنې عملي شوې دي.

فطرت په دې اړه وايي:« محترم مولوي عبدالکبیر د بریټانیا له شارژدافیر سره د اړیکو د ساتنې لپاره د هغه هڅې وستایلې او څرګنده یې کړه چې اسلامي امارت د بشري حقونو ساتنې ته ژمن دی. نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او کاروبار صفر ته ټیټ شوی او د روږدوکسانو درملنه په اغېزمنه توګه روانه ده.»

د سیاسي چارو کارپوهان دغه ليدنه اغېزناکه بولي او ټینګار کوي چې بریټانیا کولی شي د لوېدیځې نړۍ او اسلامي امارت ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره ښه منځګړیتوب وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « نو پر دې اساس باندې باید خپله اسلامي امارت هم خپلې هڅې وکړي ترڅو له نړیوالو هېوادونو سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې کلکې وساتي، ترڅو دا هېواد او دا نظام د دغو ستونزو سره چې تر نن ورځې پورې مخامخ ده، وژغورل شي او نړیوال وکولی شي چې افغانستان پر رسمیت وپېژني.»

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « انګلیس او د نړۍ نور هېوادونه هم اجازه ورنه کړي چې وسله والې ډلې د افغانستان خاورې ته دننه کړي او له هغو څخه د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې ګټه واخلي.»

کابل ته د افغانستان لپاره د بریټانيا سفارت شارژدافیر سفر داسې مهال دی چې تازه ایټاليا هم صبرينا اوګوليني د افغانستان لپاره خپله شارژدافیره ټاکلې او د قطر په پلازمېنې دوحې کې به د افغانستان لپاره د ایټاليا سفارت چارې سمبالوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist