Skip to content
د سوېډن په مالمو ښار کې سلګونه افغانانو د افغان ځواکونو او جمهوريت پر ملاتړ لاريون را ووتل او په افغانستان کې روانه جګړه یې پردۍ وبلله.
لاریون کوونکو پاکستان د افغانستان په جګړه کې ښکېل وباله او د هېواد په کورنیو چارو کې یې د پاکستان لاسوهنې وغندلې.
سويډن کې مېشت افغانانو پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې افغانستان کې له روانې جګړې دې د پاکستان لاس لنډ کړي او افغانان دې ژوند کولو ته پرېږدي.