د کابل پوهنتون لیلیه کې محصلینو خپل منځي شخړه کړې چې ټپيان هم لري.
کابل پوهنتون کې د محصلینو ترمنځ شخړه شوې چې ټپيان هم لري.
د کورنیو چارو وزارت د مالوماتو له مخې د کابل پوهنتون په لیلیه کې تېره شپه د محصلینو دوه ډلو ترمنځ لفظي شخړه شوې وه او دا شخړه نن پنجشنبه بیا د غرمې ډوډۍ پر مهال تکرار شوې ده.
دواړو لورو پر یو بل ګوزارونه کړي چې ځینې محصلین پکې ژوبل دي، خو شمېره یې نه ده مالومه.
له کابل پوهنتون څخه یو محصل شمشاد ته وویل، چې تېره ورځ شهیه مذهبو محصلینو د جومات پر سر شخړه کړې، چې یو تن یې سخت ټپي کړی هم وو.
دغه محصل وویل، چې شعیه مذهبي محصلین غواړي، چې په یو وار دې د لیلې په جومات کې د سُني او شعیه مذهبو لمونځونه ادا کېږي او که داسې نه وي جومات دې وتړل شي.
د کابل پوهنتون کې د ډزو غږونه هم اوریدل شوي ، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي، ډزې پولیسو کړي چې محصلین له شخړې راوګرځوي.
د کورنیو چارو وزارت ډاډ وښود چې ژر به دا شخړه حل شي او هغوی چې سرغړونه او تیری یې کړی، قانوني چلند به ورسره وشي.