Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

حقوق پوهان: طالبانو او امریکا د دوحې هوکړې الزامیت له منځه وړی دی

admin by admin
2021/08/08

یو شمېر حقوق پوهان وايي، د امریکا له لوري طالبانو سره د یو نوي جنګ اعلان وروسته د دوحې هغه هوکړه لمنځه تلو سره مخ ده، چې د نږدې اتلس میاشتو سختو مذاکراتو په پایله کې لاسلیک او پلي کېدو لپاره یې څوارلس میاشتې موده وټاکل شوه.

حقوق پوه سبحان الله مصباح وايي: « د امریکا له خوا طالبانو سره د جګړې نوی اعلان په دې مانا ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ چې دوحه کې کوم تړون شوې وه، د لمنځه وړلو په مانا ده. نو هغه تړون چې شوی وه،د هغه اثار اوس دې په نقض سره د دواړو له خوا له منځه ځي او کوم توافق چې شوی وو، دواړو خواوو ته یې الزامیت نه شته.»

د امریکا اوطالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرې پیل شوې، چې دا دی نږدې یوکال یې په پوره کېدو دی، خو پایله د خبرو صفر ده او مخه ټوله جګړې ته اړول شوې ده.

تحلیل کوونکي وایي، طالبانو په ډېره جغرافیه واک ترلاسه کړی او حکومت سره یې فاصله نوره هم ډېره شوې ده. 

دوی وايي، په داسې یوه وخت کې زیات باور نه کېږي چې د سولې خبرې اترې دې بېرته ژر پیل شي.

تحلیل کوونکی خلیل نادم وايي: « طالبان له لومړي سره د حکومت د تسلیمۍ او قدرت په فکر کې وو. هغوی ویل چې موږ امریکا مات کړي یو او اوس مو ورسره هوکړه لاسلیک کړې او حکومت باید دوی ته وسپارل شي.»

طالبانو هم ویلي، په هوکړه باندې امریکا عمل نه دی کړی او دوی اړ دي چې الزامیت ختم کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي:«د قطر هوکړې مواد تر اوسه پورې نه دي عملي شوي او دا موږ په کراتو کراتو ویلي دي چې تر اوسه پورې عمل نه ده پرې شوی او هغه د دې لپاره لاسلیک شوی، چې عمل پرې وشي. که مقابل جهت پرې عمل ونه کړي، نو موږ اړ یو چې الزامیت یې له منځه یوسو.»

ټینګار دا ده چې د سولې خبرې دې بیا پیل شي او د جګړې اړخونه دې سم لاسي اوربند وکړي.

 اوس مهال په جګړه کې زیات قربانیان ولسي خلک دي او د جګړو له امله د خلکو شتمنۍ په اور وسوځېدې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist