Skip to content
وسله والو طالبانو پرون شپه د انجیل ولسوالۍ د پول مناردار سیمې له لورې پر هرات ښار ډله ییز برید کړی دی.
د هرات سیمه ییز چارواکي وايي، جګړې څو ساعته دوام کړی، چې ۱۲ طالبان په کې وژل شوي دي.
چارواکي وايي، د طالبانو برید کې څلور افغان سرتېري هم ټپیان شوي دي.
اوس هم د هرات ښار شاوخوا سیمو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ خال خال جګړه روانه ده.
طالبان د هرات ښار لمنو کې افغان ځواکونو او سیمه ییزو پاڅونوالو سره پر جګړو بوخت دي.
پخوانی جهادي قوماندان اسماعیل خان د افغان ځواکونو په ملاتړ راوتی او وسله وال یې مټ په مټ د هرات ښار دفاع کې له افغان ځواکونو سره یوځای د طالبانو پر ضد جګړه کوي.