وسله والو طالبانو ادعا کړې، چې د جوزجان د ولایتي شورا ریس بابر ایشچي پرون ورځ له خپلو ۲۰ وسله والو سره دوی ته تسلیم شوی دی.

بابر ایشچي د جنرال دوستم د سیاسي مخالف احمد ایشچي زوی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، د جوزجان ولایت خواجه دو کوه ولسوالۍ هم طالبانو نیولې ده.

دولتي چارواکو بیا تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ویلي.