Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

افغان لوبغاړو د اسیا سنوکر سیالیو ته چمتوالی نېولی

admin by admin
2021/08/07

د افغانستا  د سنوکر ملي لوبډلې ته د غوره سنوکر کارانو پېداکولو سيالۍ  نن شنبه د « ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۶ مه» کابل کې  پېل شوې او تمه ده يوه اوونۍ به دوام وکړي.

لوبغاړی رئیس خان سنزی وايي:« دا سیالۍ ډېرې ګټوري دي. ځوانان او ماسټران په کې برخه لري. زه هم دې لوبو کې برخه لرم.»

لوبغاړی: « سیالیو ته مې دوه مياشتې تمرين کړی دی. زه تمه لرم،چې دا ځل پايلوبې ته لار پیدا کړم او د قطر په کوربتوب اسيا جام کې ولوبېږم.»

د دې سیالیو  اصلي موخه د اسيا سنوکر سیالیو  ته د لوبغاړو موندل او ټاکل دي.

له شاوخوا ۵۰ لوبغاړو به يوازې دوه څېرې چې لومړی او دويم ځای وګټي انتخاب او په قطر هېواد کې کېدونکي اسيا جام کې به د افغانستان استازيتوب وکړي.

تېر ځل لوبو ته افغان لوبغاړو چمتووالی نیولی و،خو د کورونا وبا له کبله یې ونه شو کړای،چې د اسيا سنوکر سیالیو کې برخه واخلي.

د افغانستان  سنوکر فدراسيون مشر محبوب دارابي وايي:« اوه دېرشم پړاو اسيا سنوکر سیالۍ د سيپټمبر په يولسمه نېټه په قطر کې پیل کېږي او موږ به له دغو سیالیو دوه لوبغاړي ورولېږو.»

تر کرنتین وروسته دا لومړی ځل دی،چې سنوکر کاران د يو بل پر وړاندې سيالۍ کوي.

د افغانستان سنوکر په وروستيو څو کالونو کې کومه لويه لاسته راوړنه نه لري،خو په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کال کې رئيس خان سنزي او صالح محمد محمدي له نړيوالو سیالیو مډالونه ګټلي وو او دغه دواړه لوبغاړي په سږني پړاو کې د ځوانو لوبغاړو سره بخت ازمايي،چې په اسياي سياليو کې د افغانستان استازيتوب وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist