د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د عوامي نېشنل ګوند د یوه ځايي مشر ملک عبیدالله خان کاسي مړی د پنجشنبې په ورځ، کوټې ته نژدې پشین سیمه کې موندل شوی دی.
په پښتونخوا او افغانستان کې سیاسي ګوندونه او عام ولس د کاسي وژنه لوی جنایت بللی او وايي، ورته وژنو کې د پاکستان دولت لاس لري.
د پښتون ژوغونې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي:« پښتانه ملت پاله سیاستوال له یو په بل پسې وژل کېږي او موخه یې دا ده،چې دوی غلي او عام خلک وډار شي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مخکښ غړی محسن داوړ وايي:« د پښتنو سیاسي فعالانو او مشرانو په نښه او وژل د پښتنو پر وړاندې د پاکستان د پالیسۍ برخه ښکاري.»
ډاکتر سید علم محسود وايي:« رياستي دهشت يو ځل بېا پوره په زړورتیا سره راغله، هدفي وژنې، برمته، د ترهګرو هر ځاې ګشتونه او د رياستي ادارو ګونګې مخونه، دغه ریاستي دهشت ګردې ده او دغه د پښتنو د نسل وژنې تسلسل دی.»
بل خوا پاکستاني استازو او فرهنګي فعالانو د کاسي د اختطاف عامیلنو د نیولو او سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان پارلمان غړی هدایت الله خان وايي:« د عوامي نشل ګوند ځايي مشر ملک عبیدالله کاسي وژنه په کلکه غندم. قضیه یې باید په بشپړه توګه وڅېړل شي او عاملین یې باید عدالت ته راکش کړل شي.»
پاکستان کولتور ولایتي منشي خادیم حسین وايي:« د عوامي نیشنل ګوند د مرکزي کاري کمیټې غړی ملک عبیدالله کاسي وژل شوی دی او حکومت یې باید لامل په ګوتو کړي»
افغانانو هم خواله رسنیو کې د (دولتي ترهګري بنده کړئ) ترنامه لاندې هیشتګ کارولی او دغه پېښه یې غندلې او پړه یې د پاکستان پر حکومت اچولې ده .
د بلوچستان کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیاء الله لانګو دا یوه خواشینونکې پېښه بللې او په خبره یې،’عاملین به یې د قانون منګولو ته وسپارل شي.
ډاکترانو ویلي، کاسي ربړول شوی او له همدې امله وژل شوی دی.
ملک عبیدالله کاسي د جون په ۲۶ مه تښتول شوی وه او د پنجشنبې پر ورځ یې مړی د بلوچستان ایالت د مرکز ګویټې د پشین په سرانان سیمه کې وموندل شو.