Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسي جرګې غړي: هېواد کې د روان حالت یو لامل د تجربه لرونکو جنرالانو پر کور کېنول دي

admin by admin
2021/08/07

د افغانستان ولسي جرګې یو شمېر غړي پر حکومت نیوکه کوي،چې پر جګړه پوه او باتجربه جنرالان یې  بې وخته تقاعد  کړل او په خبره هېواد کې د روان  خراب حالت  یو لامل هم د همدې کسانو پر کور کېنول دي. 

دوی وايي،تمه لري،چې د پخوانیو تقاعد شویو افسرانو بورډ به وکړی شي،چې روان حالت  کابو کړي.

د ولسي جرګې غړی امیرشاه نایب زاده وايي:«  دولت لویه تېروتنه وکړه،هغه جنرال،چې ډېر پوه ول  او  د کار کولو وړتیا یې لرله، تقاعد یې کړل.که چېرې هغوی بېرته راوغواړي، دنده ورکړي،دا به ډېر ګټور تمام شي. موږ غوره هېواد پاله جنرالان لرو،چې هغوی په ډېرې بې رحمۍ سره تقاعد شول. د هغوی پر ځای داسې کسان پر دندو وګومارل شول،چې هېڅ کاري تجربه نه لري.  ټول نظام همدې بې ځایه ګومارنو تکه تکه کړی دی.»  

 د ولسي جرګې غړی  سیدحسین پکتیاوال وايي:«  هغه سیسټم،چې امریکایانو رامنځته کړی وه، یو  ناکامه سیسټم وه، چې له مخې، یو شمېر زیات  نظامي افسرانو تقاعد شول. خو اوسني شرایط دا تقاضاء کوي،چې دوباره له هغو شخصیتونو،چې تجربه لري، ګټنه پورته شي.» 

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له پخوانیو افسرانو سره په لېدنه کې ژمنه کړې ده،چې د پخوانیو تقاعد شویو افسرانو بورد به جوړ کړي.

د هېواد امنیتي او دفاعي سکتور ویاند اجمل عمر شینواری وايي، ولسمشرۍ ماڼۍ یوه طرحه بشپړه کړې،چې له مخې به یې د تقاعد شویو جنرالانو مشورتي بورډ رامنځته کېږي او له نویو ګومارل شویو پوځي کسانو سره به سلاح مشورې شریک کوي.

شینواري زیاته کړه:« د متقاعدو جنرالانو او افسرانو لپاره یوه منظمه برنامه په پام کې نېول شوې،چې د امنیتي ارګانونو له خوا، چې د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت د لوی ریاست له خوا  د هغوی لپاره ځنې مسلکي بورډونه جوړېږي،ترڅو د هغوی له پوهې، تجربو او د هغوی له تحلیلونو په خپله مسلکي برخه کې تخصصي ګټه پورته شي.» 

اوسمهال د هېواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې جګړه روانه ده  او لسګونه ولسوالۍ طالبانو نیولي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist