Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ایران نړیوالې ټولنې ته؛ که بودیجه زیاته کړئ د کډوالو پر وړاندې به پالیسي نرمه کړو

ایران نړیوالې ټولنې ته؛ که بودیجه زیاته کړئ د کډوالو پر وړاندې به پالیسي نرمه کړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/21

د ايران د کډوالو ملي ادارې د کډوالۍ چارو رییس د ملګرو ملتونو د کډوالو له ستر کمېشنر فيليپو ګرانډي سره په کتنه کې ویلي، په ایران کې د کډوالو شتون د دغه هېواد اقتصادي، امنیتي، روغتیايي او ټولنیزې برخې اغېزمنې کړې دي.  

نادریار احمدي زیاته کړې، که د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له خوا ایران ته ځانګړې شوې بودیجه چې اوسمهال له یوې سلنې کمه ده زیاته کړي، نو ښايي تهران د کډوالو په اړه په خپلو پالیسو کې نرمښت راولي.

احمدي دغه راز ویلي، ایران له دې زيات د افغانانو کوربه ‌توب ته چمتو نه دی او غواړي بېرته يې خپل هېواد ته ستانه کړي.

هغه زیاته کړې:« په ۲۰۲۱ کال کې چې کله ګراندي ايران ته تللی و، د کډوالو لپاره د بودیجې زیاتوالي ژمنه يې وکړه.  خو تر دې دمه نړیوالې ټولنې له یوې سلنې کمه بودیجه د کډوالو لپاره ایران ته ورکړې ده. که دغه ټولنه ایران ته بودیجه زیاته کړي، ښايي د کډوالو په اړه پالیسي بدله کړو او همداراز ایران به نور د ناقانونه افغان کډوالو کوربه ‌توب ونه کړي او هغوی باید خپل هېواد ته ستانه کړي.»

د سیاسي  چارو یو شمېر کارپوهان وايي، ایران له شاوخوا ۵۰ کلونو راهیسې د افغان کډوالو په نوم له نړیوالې ټولنې زياتې پيسې ترلاسه کړې، خو په بدل کې یې له افغان کډوالو سره د ټولو نړیوالو اصولو خلاف چلن کړی.

 د دوی په خبره، تهران هڅه کوي، له افغان کډوالو سیاسي ګټه پورته کړي او په زور يې منځني ختیځ کې د ايران په نيابت جګړو ته لېږي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « ایراني چارواکو د افغان کډوالو په سر ۵۰ له کالو را پدېخوا له ملګرو ملتونو،  نړیوالو خیریه ادارو او د ملګرو ملتونو د کډوالو له سترې کمېشنرۍ همېشه پیسې اخیستې دي. له دې علاوه چې اوس یې پیسو ته چل جوړ کړی، خو اصلي موخه یې سیاسي ده. یو، غواړي په مهاجرینو باندې ډار او وهم جوړ کړي او فشار جوړ کړي او دېته یې مجبور کړي چې دوی د منځني ختیځ، آسیا او عربي هېوادونو، اسراییلو او حماس جګړو ته یې ولېږي. اوس موږ ته اطلاع راغلې چې د ثبت نام او نوملیکنې لړۍ پیل شوې، همدا اوس ورځي کورو ته او لیکنې کوي. دویم، پر اسلامی امارت باندې فشار راوړي.»

د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « له دوی سره باید هغه څه سلوک وشي چې هغه هم د اسلام په چوکاټ کې برابر وي ا و هم د بشري حقونو په چوکاټ کې برابر وي. ترهغه وخته چې دغه افغانان بېرته په عزتمندانه شکل باندې خپل وطن ته راستنېږي، له دوی سره باید د بشري حقونو په چوکاټ کې داسې سلوک وشي چې دوی له ځانه ډېرې ښې خاطرې د مهاجرت ولري.»

تېره سه شنبه او چهارشنبه د حال وش په نوم د ایران د بشري حقونو یوه بنسټ راپور ورکړ چې ایراني پوله ساتو ځواکونو د دې هېواد په سرحدي سیمه سروان کې پر لسګونه افغانانو داسې مهال د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې چې غوښتل یې له پاکستان څایران ته ور واوړي.

د راپورونو له مخې، څه باندې۷۰۰زره افغان کډوال په قانوني توګه په ایران کې ژوند کوي، خو ترڅنګ یې نږدې ۳ میلیونه نور په دې هېواد کې د اوسېدلو لپاره قانوني اسناد نه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist