Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۶۰۰ ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۶۰۰ ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

admin by admin
2021/08/07

د افغانستان  ملي دفاع وزارت ویلي، تېرو ۲۴ سااعتونو کې د هېواد پر کچه  له ۴۰۰ ډېر   وسله وال طالبان وژل شوي او شااوخوا ۲۰۰ نور  ټپيان دي.

یاد وزارت زیاته کړې ده،چې وسله والو طالبانو ته  دغه مرګ ژوبله د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې اوښتې. 

ملي دفاع وزارت:« تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۶ طالبان وژل شوي او ۲۰۹ نور ټپیان شوي دي. تر ټولو ډېر په هلمند کې وژل شوي. د طالبانو د سرې قطعې قوماندان په ګډون ۹۴ وژل شوي او ۱۶ ټپیان، هرات کې ۳۵ وژل شوي او ۲۷ ټپیان، ننګرهار کې ۵ وژل شوي او یو ټپي، کندهار کې ۲۳ وژل شوي او ۱۰ ټپیان، سرپل کې  ۵ وژل شوي او ۶ ټپیان، پکتیا کې ۹ وژل شوي او ۶ ټپیان، جوزجان کې ۴۰ وژل شوي او ۱۵ ټپیان،بلخ کې ۲۷ وژل شوي او ۸ ټپیان، زابل کې ۸ وژل شوي ۵ ټپیان، غزني کې ۴ وژل شوي او ۴ ټپیان  او همداسې په نورو ولایتونو کې سلګونه طالبان وژل شوي  او ټپیان دي.»

طالبان بیا د حکومت شوې ادعا په کلکه ردوي.

ذبیح الله مجاهد ویلي، تلفات لري خو د حکومت پ پرتله کم .

 له دې سره هم مهاله په خواله رسنیو  کې،چې  جوزجان ولایت کې د جګړې ویدیو ګانې لاس په لاس کېږي،ویل کېږي طالبان د مارشال عبدالرشید دوستم  کور ته ننوتي او اور یې وراچولی دی. 

په دغو ویډیو ګانو کې د دوستم زوی یار محمد دوستم هم لېدل کېږي،چې له طالبانو سره جګړه کوي.

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وایي، د هېواد په روانه جګړه کې درې خواووې طالبان، افغان ځواکونه  او ملکي کسان ښکیل دي،چې زیان درې واړو خواوو ته اوښتی دی.

د سیاسي چارو شنونکی جاوید مومند  وايي:«  هغه درې ډلې،چې واقعا په جګړه کې بوختې دي  او د جګړې قرباني دي، هغه افغان ځواکونه دي، بل لوری طالبان دي،چې هغه هم افغانان دي او جګړه کې تلفات ویني، بل لوری یا درېیم لوری،چې په دې جګړه کې تلفات وراوړي، هغه ملکي کسان دي او دا  له ټولو مهم دي،بلاخره  ډېره قرباني هم همدا ملکي کسان ورکوي.» 

د سیاسي چارو یو شمیر نور څارونکي بیا له نړیوالو غوښتنه کوي،چې پر طالبانو فشار راوړي،ترڅود سولې مذاکراتو ته اماده شي او روانه جګړه ودریږي. 

د سیاسي چارو شنونکی بهار مل بهار وايي:« پر طالبانو باندې غږ کوو،چې د خدای امر ته او سولې ته لبیک ووايي.  د خبرو او سیاسي مذاکراتو له لارې  دې خپلو اهدافو ته ورسېږي. د نظامي حرکتونو له لارې، د جنګ له لارې د افغان وژنې له لارې او پر کومه پرېکړه چې دوی اوس دي، پر دغې پرېکړې دوی نه شي کولائ، داسې یوې مرحلې ته ورسېږي،چې د دوی یا د بل چا پر ګټه وي.» 

د هېواد پر کچه هرات،هلمند او کندهار هغه ولایتونو وو،چې په مرکزونو کې یې شدیدې جګړې وې،خو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې جګړه نسبتا کراره شوې،خو یو لوري هم د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې جوزجان، فراه او نیمروز ولایتونو کې بیا د سختو جګړو خبرونه ورکړل شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist