Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: بادغیس کې د حلقوي سړک پاتې برخې چارې به نږدې راتلونکي کې پيل شي

چارواکي: بادغیس کې د حلقوي سړک پاتې برخې چارې به نږدې راتلونکي کې پيل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/20

د بادغيس اوسېدنکي له اوږدې مودې راهيسې غوښتنه کوي چې په دې ولايت کې د افغانستان حلقوي سړک پاتې برخه جوړه شي.

د دې سړک جوړولو چارې څه باندې اووه کاله وړاندې د مخکېني دولت له خوا پيل شوې، خو د نا امنیو له امله یې چارې نیمګړې پاتې دي.

د بادغيس اوسېدونکي وایي، د ژمي په را رسېدو سره پر دې لاره تګ راتګ له ستونزو ډک وي.

د بادغیس یو تن اوسېدونکی وايي: «باید د قیصار – لامان حلقوي سړک د رغولو په برخه ثابت قدم اوسي او چارې یې عملي کړي. موږ نه غواړو بیاځل اعلان وشي چې د سړک چارې پيل شوې، خو په عمل کې څه نه وي.»

د بادغیس یو بل اوسېدونکی بیا وايي: « د ژمي په راتګ سره دغه لاره له ستونزو سره مل وي. د حلقوي سړک په څنډو کې پرتو ولسوالیو خلک د تګ راتګ پرمهال ډېرې سختۍ او تکلیفونه تېروي.»

د بادغیس د خلکو په خبره، که د حلقوي سړک پاتې برخه ورغول شي، نه یوازې د خلکو تګ راتګ به اسانه شي، بلکې د کاري فرصتونو رامنځته کولو سره به د اقتصادي پیاوړتیا لامل هم شي.

د بادغیس اوسېدونکی عبدالعزیز توکلي وايي: « که چېرې د حلقوي سړک چارې بشپړې شي، په بادغیس ولایت کې شته فقر او بېوزلي به ورسره کمه شي او د خلکو اقتصاد به ورسره ښه شي.»

د ټولګټو وزارت چارواکي د کار له ژر پیل کېدو ډاډ ورکوي او وايي، د ۲۵ کیلومټرو په اوږدوالي د بادغیس او فاریاب ولایتونو ترمنځ د حلقوي سړک د پاتې پنځمې برخې د جغل اچونې لپاره بودیجه منظوره شوې او نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌ شناس وايي: « د ملي تدارکاتو په وروستۍ ناسته کې د دې سړک د ۲۵ کیلومټره پنځمې برخې اساسي رغول منظور شوي دي. شمالي ولایتونو ته د امیرالمؤمنین له سفر وروسته د ټولګټو وزارت ته امر شوی چې تر بنسټیزې رغونې پورې د دغه سړک په جغلي توګه ورغوي.»

د قیصار- لامان حلقوي سړک ۲۳۳ کیلومتره اوږدوالی لري او د لوېدیځې حوزې ولایتونه له شمال سره نښلوي.

د تېرو ۲۰ کالو په اوږدو کې له زیاتو لګښتونو سره سره، د دې پروژې ډېری برخې لا هم نه دي رغول شوې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist