Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکا: طالبان دې د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅې نه کوي

admin by admin
2021/08/07

د سپینې ماڼۍ ویاند نیډ پرایس ویلي، دا د  طالبانو پر ګټه نه ده،چې د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅې وکړي.

پرایس ویلي، باور لري چې په افغانستان کې یوازې د دوامداره حل لارې ملاتړ کوي او د زور له لارې واک ته رسېدل نه مني.

پرایس زیاته کړه:«موږ يوازې د دوامداره حل لارې ملاتړ کوو. دا واضع ده،چې دوامداره حل غواړو. دا د طالبانو په ګټه نه ده،چې د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅې وکړي.»

په دوحه کې د لوړ پوړو پلاوو له ناستې وروسته د سولې خبرې په ټوله مانا په ټپه درېدلي، خو برعکس بیا د جګړې ښکیلو اړخونو له لوري د جنګ په ډګر باندې فعالیت زیات شوی دی.

تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو او امریکا هڅو هم افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره پایله نه ده ورکړې.

ملګري ملتونه تیاری نیسي،چې د یوې فوق العاده ناستې له لارې طالبانو او حکومت ته خپل پیغام او غوښتنې وړاندې کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د سولې لپاره یې پلاوی دوحه کې دی او مقابل اړخ د سولې میز پرېښی کابل کې اوسي.

مجاهد زیاته کړه:« زموږ مذاکراتي ټیم هلته موجود دی او ټول غړي یې پوره دي، دې ته په تمه دي،چې جدي خبرې پیل شي،خو مقابل لوری تیار نه دی. لایې هم ډله شیندل شوې او مذاکراتي غړي یې کابل ته راغلي دي، د جنګ اعلان هم دوی کړی دی.

موږ نه دي ویلي،چې شپږمیاشتې جنګ کوو اشرف غني  اعلی سرقومندان د جنګ اعلان کړی ده.»

هغوی چې د سولې پروسه له نږدې څاري، د جګړې اړخونو دریځونو ته په کتو د سولې چانس نه ویني.

د خلاصون لارې شورا مشر اکبر اغا وايي:« زه خپله د سولې ډېر لږ فرصت  وینم. دواړه خواوې د جنګ په حال کې دي او د جنګ کوښښ روان دی،خو موږ دواړو خواوو ته وایو،چې د ملت تلفاتو ته توجو وکړي،چې په دې وروستیو کې د بمبار په پایله کې اوښتي دي.»

اوس چې د سولې پرتله د جګړې چانس زیات دی، د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي  ټینګار کوي،چې پر پاکستان او هغو هېوادونو دې فشار راشي،چې د طالبانو ملاتړ کوي او افغانستان کې د جګړې له لارې خپلې موخې لټوي.

د سیاسي چارو شنونکي  احمدشاه اندړ وايي:« اوس ویلی شو،چې طالبان سوله نه غواړي،د سولې کولو توان نه لري. دوی د پردیو په لاسو کې دي. دوی باید جګړې ته دوام ورکړي،ځکه پوهیږي،چې نړیوال یې نه مني،ګاونډیان یې نه مني، ان پاکستان یې نه مني، نو دوی ځکه جګړې ته دوام ورکړی دی.»

د جګړې قربانیان افغانان دي،چې اوس مهال زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو وتلي دي او د ژوند شپې ورځې په سړک سبا کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist