غزني؛ جګړې زرګونه کسان بې ځایه کړي
په غزني کې جګړو تر اوسه زرګونه کسان بې ځایه کړي.
یو افغان چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د غزني جاغوری او مالستان کې د جګړو له امله تر اوسه شاوخوا ۷۰۰۰ کسان نږدې سیمو ته بې ځایه شوي او له درېیو زرو زیات کورونه ویجاړ شوي دي.
د چارواکو په خبره تر اوسه په دغه جګړه کې ۳۵ ملکیان وژل شوي دي.
ویل کېږي چې دغو ولسوالیو ته لارې بندې دي، نو ځکه د مرستو رسولو بهیر ټکنی شوی دی.