Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ايران پوله ساتو ځواکونو لسګونه افغانان وژلي

د ايران پوله ساتو ځواکونو لسګونه افغانان وژلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/17

د ایران پوله ساتو ځواکونو د پاکستان او ايران ګډې پولې ته څېرمه د ایران خاوره کې دغه هېواد ته پر اوښتو افغان کډوالو د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې او لسګونه تنه یې وژلي دي.

د دې پېښې په یوه وېډيو کې ښکاري چې د یو شمېر ټپيانو روغتیايي وضعیت نازک دی.

ځينو رسنیو په دې پيښه کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۲۰۰ پورته یاد کړی خو د ایران او افغانستان حکومتي ادارو رسمي ارقام نه دي شریک کړي.

ورته مهال، د ایران د بشري حقونو څارونکي خپلواک سازمان حال وش پر خپله اېکس پاڼه  د دې پېښې د ټپیانو او وژل شویو ویډیوګانې خپرې کړې او لیکلي يي دي چې ایراني پوله ساتو ځواکونو دغه افغانان ايران ته د اوښتو پرمهال د يک‌شنبې پر ورځ وژلي دي.

دغه سازمان زیاته کړې:« د یکشنبې په ماښام یوه ډله افغانان چې غوښتل يي د ایران خاورې ته داخل شي، د دغه هېواد د پوله ساتو ځواکونو له خوا له مخکې ورته کمين نیول شوی و او د نورو وسلو تر څنګ يي د ار.پې.جې ډزې هم پرې کړې چې پایله کې د ۳۰۰ افغانانو له ډلي یوازي ۶۰ تر ۷۰ تنو ژوندې پاتې دې او پاتې نور یا وژل شوي او یا هم سخت ټپيان دي.»

د ایراني پوله ‌ساتو ځواکونو دغه عمل پراخ غبرګونونه لري او پر دولتونوغږ شوی چې د کډوالۍ او ګاونډیتوب قانون او اصولو ته ژمن پاتې شي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين وايي: « ایران د فلسطين او لبنان په مسلمانانو باندې د روان ظلم مخالفت کوي، دا ښه خبر ده. خو په بل اړخ يي سلګونه افغان مسلمانان په ډېر ظلم او جبر سره شهېدان کړي چې دا ظلم  دی او له ډېرې مودې راهیسی داسي پیښې رامنځته کېږې. باید مخنېوی يې وشي.»

سربیره پر دې، یو شمیر افغان سیاسیونو هم دغه عمل غندلی او دا يي نه بښونکی عمل بللی دی.

په  مخکېني حکومت کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل له سرپرست حکومت غوښتي، چې دغه پېښه وڅېړي.

امرخيل په دې اړه وايي: « د ایران وحشې ځواکونو له خوا د افغان ځوانانو ډله ‌يیز قتل عام پر انساني او اسلامې حقونو تور داغ او نه بښوونکی جنایت دی. موږ پر مسوولينو غږ کوو چې د دې غميزې او جنایت هر اړخېزه څېړنه وکړي او یوازې د ډیپلوماټیکو استازو په احضار بسنه ونه کړي.»

سره له دې چې د ایران د بشري حقونو خپلواک سازمان دغه پيښه تایيد کړې خو په کابل کې د ایران سفیر حسن‌ کاضمي قُمي د ایران په سراوان سرحد کې د لسګونه غیر قانوني مسافرو وژل کېدل رد کړي دي.

قُمي ویلي: « د ایران په سراوان سرحد کې د لسګونه ناقانونه کسانو د وژل کېدو په اړه موندنې ښيي چې خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري. د غیر قانوني کسانو د ورتګ مخنیوی د هېوادونو مشروع حق دی.»

له بلې خوا، اسلامي امارت د چهارشنبې په مازیګر د پيښې په تړاو خپره کړې اعلامیه کې د هر اړخیزو تحقیقاتو د پيل خبر ورکړی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي: « نن په رسنیو کې د ایران او پاکستان پر ګډه پوله د یو شمېرافغانانو د شهادت او ټپي کېدو په اړه ځینې ګنګوسې خپریږي. په دې اړه سرپرست حکومت بېلابېل ارګانونه او ډیپلوماتيکې استازولۍ پلټنې او تحقیقات کوي. دا چې د پیښې سیمه له هېواده بهر ښودل کیږي، تراوسه مالومات نه دي کره شوي؛ د موضوع تر روښانتیا وروسته به په دې برخه کې لازم تصمیم ونیول شي.»

له افغان کډوالو سره د ايراني پوله ‌ساتو ځواکونو په دې عمل د کډوالو د حقونو مدافعینو هم اندېښنه ښودلې او دا یې د ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف عمل یاد کړی.

د کډوالو د حقونو مدافع ظاهر بهاند وايي: «ایران هر کال یو شمېر افغانان اعداموي خو اسلامي امارت پرې چوپه خوله پاتې دي. په کار دا ده چې اسلامي امارت د ایران شارژدافیر احضار کړي او حتا له ایران سره اړیکې پرې کړي، ترڅو د کډوالو ستونزې هوارې شي.»

د کډوالو د حقونو فعال ګلاخان بهادري وايي: « د ایران په داخل کې هم له افغانانو سره د ایراني پولیسو او خلکو ناسم چلن څو چنده زیات شوی. دلته د قانوني کډوالو وېزې، پاسپورټونه او نور اسناد نه منل کېږي او له دې هرڅه سره زنداني کېږي او بیا افغانستان ته اړول کېږي.»

دا په د اسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په جلا پيښو کې افغان کدوال د ایراني ځواکونو لخوا وهل شوي او وژل شوي دي.

د مالوماتو له مخې، د ايران حکومت په تېره سپټمبر میاشت کې شاوخوا ۵۵ زره افغانان له دې هېواد په زور افغانستان ته را شړلي او دغه لړۍ لاهم روانه ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist