د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف په اسلام آباد کې د شانګهای همکاريو سازمان د سرمشريزې له پای ته رسېدو وروسته يوه اعلاميه کې ويلي، باثبات افغانستان له دې کبله د سوداګرۍ او ټرانزېټ لپاره مهم دی چې د دې سازمان غړيو هېوادونو په خوا کې پروت دی.
شریف له نړيوالې ټولنې د افغانستان لپاره د بېړنيو بشري مرستو غوښتنه کړې او یو ځل بیا یې ټینګار کړی چې د افغانستان سرپرست حکومت دې په دې هېواد کې ټولګډونه حکومت رامنځته کولو لپاره د نړيوالوغوښتنې ومني.
د شهباز شریف په خبره، اسلامي امارت باید يقيني کړي چې د افغانستان له خاورې ګاونډيو ته د ترهګرۍ ګواښ نه شته.
اسلامي امارت تر اوسه پورې د شریف څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.