Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغان سفارتونو تړل به له کوربه هېوادونو سره اړیکې سړې او ستونزې زیاتې کړي

شنونکي: د افغان سفارتونو تړل به له کوربه هېوادونو سره اړیکې سړې او ستونزې زیاتې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/16

څه موده وړاندې یو شمېر اروپايي هېوادونو د افغانستان سفارتونو چارې وځنډولې او ورسره سم د سرپرست حکومت ځينو سرچينو شمشاد ته وويل، د يادو سفارتونو چارې به ژر دې حکومت ته وسپارل شي.

که څه هم له دې پرېکړې زیاته موده تېره شوه، خو تر اوسه يې چارې سرپرست حکومت ته نه دي سپارل شوي او په يادو هېوادونو کې د افغانستان سفارتي چاري پر ټپه ولاړې دي.

د سیاسي چارو شنونکي  وايي، د سرپرست حکومت دې پرېکړې افغان کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او باید ژر تر ژره د دې سفارتونو په بيا فعالولو سره دغه ستونزې هوارې شي.

د سیاسي چارو شنونکی فیض محمد ځلاند وايي: « په دې وروستیو کې چې کوم سیاسي ماموریتونه یا سفارتونه تړل شوي، له یوه نظره مثبت ګام دی؛ ځکه کله چې دولتونه موجود نه وي، د هغوی سیاسي استازولۍ هم باید ځای ناستو دولتونو ته ولېږدول شي. باید د افغانستان نوي حکومت ته د رسمیت پېژندلو ترڅنګ دغه ماموریتونه هم وسپارل شي.»

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته چې په دیپلوماتیکه ساحه کومه تشه موجوده ده، یو ستر لامل یې دا دی چې نړۍ اسلامي امارت پر رسمیت نه دی پېژندلی او له همدې امله په یو شمېر هېوادونو کې د افغانستان استازولۍ هم شتون نه لري.»

ځېنې نور بیا وايي، سرپرست حکومت دې نه یوازې د افغان کډوالو بلکې له هېوادونو سره دې د اړیکو جوړولو په خاطر هم د سفارتونو بېرته پرانيستلو هڅې وکړي.

دوی زياتوي، روان وضعیت ته په کتو د نړیوالو او افغان چارواکو تر منځ اړیکې نورې هم ترینګلې کیږي او زیان يي عامو افغانانو ته رسېږې.

پخوانی دیپلومات عزیز معارج وايي: « د دغې ستونزې د حل لپاره باید اسلامي امارت په اداره کې اصلاحات راوستي او نړۍ ته قناعت ورکړی وای، ترڅو دغه ستونزه په بنسټیزه توګه حل شوې وه، خو له بده مرغه دغه کار ونه شو. د دغو سفارتونو په تړل کېدو سره بهر مېشتو افغانانو ته ستونزې پیدا شوې دي.» 

سرپرست حکومت تر اوسه د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی او يو شمېر هېوادونه همدا موضوع د افغانستان سفارتونو د نه فعالېدو لپاره پلمه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist