Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان: له نیمايي زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

د روغتیا نړیوال سازمان: له نیمايي زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/16

د روغتیا نړیوال سازمان په یوه تازه راپور کې ویلي، له نیمايي زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. راپور کې ویل شوي، څه باندې۱۲میلیونه افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري او له ۲ میلیونه زیات یې له شديدې لوږې سره مخ دي.

همداراز، په راپور کې راغلي، له شپږ میلیونه زیات افغانان په کور دننه د اقلیمي بدلون د ناوړه پايلو له امله اغېزمن شوي.

ر اپور کې وړاندې ویل شوي، چې په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونو او زلزلو خلک ځپلي، د اوسېدلو لپاره مناسب ځای او خواړه نه لري.

راپور کې څو لسیزې جګړې، د اقليمي بدلون ناوړه پايلې او کمزوری اقتصاد د افغانانو د ناوړه بشري وضعیت لاملونه یاد شوي.

د راپور یوه برخه:« په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه تنه چې له ډلې یې ۱۲.۶ میلیونه ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري. خو موږ یوازې ۱۷.۳ میلیونه تنو ته  بشري مرستې چمتو کولی شو. دغه راز د روغتیا په برخه کې ۱۷.۹میلیونه افغانان بنسټیزو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري، خو موږ ۱۲.۸ میلیونه تنو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بودیجه لرو. اقلیمي بدلونونه، ساري ناروغۍ او له پاکستان او ایران د ایستل شویو افغانانو بشري وضعیت د اندېښنې وړ دي.»

د روغتیا نړیوال سازمان په راپور کې د افغان ماشومانو خوارځواکي، رواني ناروغۍ، شری (سرخکان)، کویډ۱۹، نس ناستی، کانګو او یو شمېر تنفسي ناروغیو موجودیت او خطرونه لا هم پر خپل ځای پاتې ښودل شوي دي.

د راپور یوه برخه:« دا چې په وروستیو لسیزو کې د خوارځواکۍ مخنیوي په برخه کې زیات پرمختګونه شوي، خو لا هم نږدې ۱۰ سلنه خوارځواک ماشومان د کورنیو د دود او رواج او غیر صحي خوړو له امله په خپل حال پاتې دي. همدارنګه په کابل، کندهار، بلخ، هرات او کاپیسا کې له جنورۍ تر سپټمبر میاشتې پورې، شاوخوا ۸۰۰ د کانګو پېښې ثبت شوي او هم د شري، کویډ۱۹، نس ناستي او موسومي ناروغیو په مخنیوي کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.»

د سرپرست حکومت چارواکي وايي، د افغانانو بېوزلۍ کچې کمولو او ورته د کارموندنې لپاره یې بنسټیزې پروژې پیل کړې چې له بشپړېدو سره به يې ډېری وزګار افغانان پر کار بوخت شي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري وايي: « د اسلامي امارت اقتصاد وزارت د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه کولو لپاره، د کارموندنې ستر پروګرامونه، لویې اقتصادي او زیربنايي پروژې تر کار لاندې لري؛ ترڅو له دې لارې بېوزلي او اقتصادي ستونزې په بنسټیزه توګه له منځه یوړل شي.»

عامې روغتیا وزارت د روغتيا نړيوال سازمان په راپور کې ذکر شویو شمېرو او موندونو په اړه زموږ اړیکو ته ځواب رانه کړ.

خو د اقتصادي چارو کارپوهان د نړیوالو مرستندويه سازمانونو له لوري د بشري مرستو پر روان بهیر نیوکه کوي او وايي، کومې مرستې چې د يادو سازمانونو له لوري ترسره کېږي، اوږدمهاله اغېز نه لري او باید د دغو مرستو ترڅنګ د اقتصادي ځان بساينې لپاره پر اساسي پروژو هم پانګونه وکړي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد یونس ځدراڼ وايي: « دا ریښتیا ده، خلک واقعاً اقتصادي ستونزې لري خو که چېرې مرستندویه سازمانونه او موسسې پر افغانستان او افغانانو زړه سوی کوي، نو باید خپلې مرستې په پراختیايي او بنیادي پروژو کې ولګوي.»

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور په یوه برخه کې راغلي، د روان زېږدیز کال له پیل تر سپټمبر میاشتې پورې سلګونه کسان د سېلابونو، ناوچاده توکو او ټرافیکي پېښو له امله مړه او زرګونه نور ژوبل شوي دي چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist