د ۲۰۹ شاهین قول اردو مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بامیان لپاره د طالبانو نومول شوی والي یې له ۴۰ نورو وسله والو طالبانو سره په دره صوف ولسوالۍ کې وژلی دی. د اعلامیې په حواله، د بامیان لپاره د طالبانو نومول شوی والي مولوي انس د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې تر هوایي برید لاندې راغلی دی. خبرپاڼه زیاتوي، چې برید کې د والي په ګډون ۴۰ طالبان وژل شوي. طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ویلي.