پرون شپه د کابل شېرپور سیمه کې لومړی موټر بم برید وشو، چې وروسته خال خال ډزې هم پیل شوې.
کورنیو چارو وزارت ویلي، یو شمېر بریدګرو د کابل لسمې ناحیې سیمه کې موټر بم برید وکړ او وروسته بیا د خلکو کورونو ته داخل شول، چې جګړه یې پیل کړه.
برید د ملي دفاع وزارت سرپرست بسم الله محمدي پر کور شوی، خو هغه او د هغه کورنۍ غړو ته په کې زیان نه دی اوښتی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي ویلي، عملیات د بریدګرو په له منځه وړلو پای ته رسېدلي او هغه ۷ کسان، چې د بریدګرو لخوا برمته شوي وو، خوشې شوي دي.
د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال یونس قانوني په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې برید د ملي دفاع وزارت د وزیر پر مېلمستون شوی، خو چاته پکې زیان نه دی اوښتی .
خپله بسم الله محمدي هم تایید کړې، چې برید د ده پر مېلمستون شوی خو زیان نه دی ور رسېدلی .
ځینې سرچینې بیا وايي، دغه برید کې ۴ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.
دا برید وروسته له هغې کېږي، چې تېره شپه کابل کې د خلکو لخوا د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ د الله اکبر نارې بدرګه کېدلې .
د برید مسؤلیت تر اوسه چا نه دی منلی.