افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، طالبان د سولې مذاکراتو او سیاسي تفاهم له لارې غواړي، چې په واک کې ستره ونډه ترلاسه کړي.
خلیلزاد تېره ورځ د اسپن امنیتي بنسټ غونډې ته ویلي، طالبان د افغانستان په راتلونکي سیاسي نظام کې ستره ونډه غواړي او په خبره یې افغانستان کې جګړه نور مشروعیت نلري.
افغانستان کې د جګړې مشروعیت او نه مشروعیت په تړاو د خلیلزاد دا خبرې د افغان علماؤ، اندونیزیا، سعودي عربستان او یو شمېر نورو علماؤ له پرېکړې وروسته کېږي.