Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د طالبانو پر ضد پيل شوي پاڅونونه ګټور دي

admin by admin
2021/08/03

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د طالبانو پر ضد پاڅونونه ځکه ګټور دي،چې د سیمې خلک دي، ګواښونه ښه پيژني او لمنځه وړلو کې یې تجربه لري.

دوی وايي، د حکومت دغه پرېکړه ده، په اوسنیو شرایطو کې چې د سولې پروسه ناکامه شوې او جګړې زور اخیستی، دا کار کولای شي چې ګټور تمام شي.

په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شکریه بارکزۍ وايي: «له هغه وخته چې د سولې پروسه پیل شوې، نه یوازې دا چې سولې ټینګه نه شوه، بلکې تاوتریخوالی زیات شوی دی او افغان حکومت سیمې له لاسه وکړي. د دغه تاوتریخوالي په برخه کې د ملکي تلفاتو ترڅنګ عامه تاسیسات هم ویجاړ شوي دي، په داسې شرایطو کې د افغانستان د جګړې او سولې لپاره د ولسونو بسیج معقوله او پرځای لار ده، چې انتخاب شوې او ولسونه به له خپله هېواد دفاع وکړي.»

د دوشنبې په ورځ ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا  دواړو خونو ځانګړې ناسته کې د طالبانو پروړاندې د سیاسیونو پر یووالي او د لسونو پر انسجام ټینګار وکړ.

خو یو شمېر شنونکي بیا وايي، هغه ځواکونه چې حکومت یې انسجام غواړي او حساب پرې کوي، د باور وړ نه دي.  

د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت وايي: «اوس جګړه له ولسوالیو ولایتونو مرکزونو ته رسیدلې او د هرات، کندهار او هلمند د ښارونو په منځ کې د جګړې دوام هغه څه دي چې حکومت یې اړ کړ، چې پر خپل جګړیز سیاست له سره غور وکړي.  زما په باور هغه ځواکونه چې اوس یې حکومت انسجام غواړي او حساب پرې کوي، د باور وړ نه دي، ځکه دا ځواکونه د خپلو ګټو لپاره جنګیدونکي دي، نه د هېواد او ګډو ارزښتونو لپاره، د ولس انسجام او د مخالیفینو پر وړاندې راپاڅول، بیل سیاست غواړي، چې اوس دحکومت ترې لرې دی.»

یو تحلیل دا هم دی چې د اوسنۍ جګړې ترسیم د حکومت د بدلېدو لپاره شوی او له صحنې د اوسنیو چارواکو حذف یې بله برخه ده او له دې کاره حکومت او سیاسیون خبر دي، اوس هڅې کوي، چې د خلکو بسیج په نوم ایتلافي حکومت لپاره کار وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج  وايي: «د افغانستان جګړه داسې ترسیم شوې چې اوس د بل حکومت راتلل حتمي شوي او هغه کسان چې د خلکو بسیج خبره کوي، په راتلونکي حکومت کې به له صحنې حذف شي. نو اوس د خلکو د انسجام په نوم هڅې کوي چې مشراکتي حکومت رامنځ ته کړي، ترڅو خپله بقا یقیني کړي.»

دمګړۍ د کندهار، هلمند او هرات ولایتونو په مرکزونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ شدیده جګړه روانه ده.

 دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعا لري، خو د جګړې اصلي قرباني عام خلک دي، چې د سر زیان ترڅنګ مالي زیان هم ورسېدلی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist