Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له ولس د ولسمشر غني غوښتنه؛ د طالبانو پر ضد راټول او د جګړې ډګر کې ماته ورکړئ

admin by admin
2021/08/02

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه د « ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۱مه» ملي شورا ځانګړې ناستې ته  د خبرو پر مهال وویل، هېواد د ترهګرۍ له یوه ستر یرغل سره مخ دی،چې ترشاه یې استخبارات، قاچاقبران او مافیايي کړیو لاس دی او د دې یرغل د مخنیوي لپاره یووالي ته جدي اړتیا ده .

ولسمشر غني وايي، طالبان د سولې لپاره هېڅ ډول اراده نه لري او اوس د دې وخت راغلی، چې خپل ولسونو سره بسیج کړو او  د جګړې په ډګر کې غاښ ماتونکی ځواب ورکړو.

ولسمشر غني زیاته کړه:« دطالبانو په ضمیرکې  د عادلانه او پایدارې سولې لپاره اراده او اعتقاد نه شته، لا تردې  چې موږ د جګړې ډګر بدل کړو او د دوي دغه ګمراه کوونکې محاسبه هم بدله شي. د ولس هر استازی له زرګونو انسانانو سره اړیکې لري او د دې وخت راغلی دی،چې له خپلو شبکو او اړیکو استفاده وکړئ،چې یو ملي بسیج رامنځ ته شي او د افغانستان دښمنانو ته قاطع ځواب ورکړو.»

ولسمشر ملي شورا غړو ته وویل، چمتو دی،چې له طالبانو سره د واقعي مذاکراتو میز ته کیني،خو د جګړې پر ډګرکې به ماتې ورکړي.

غني زیاتوي:« له تاسو او افغان ولس سره زما ژمنه دا ده،چې د هېڅ ویجاړونکي ځواک پر وړاندې به په ګونډو نه شم یا به د واقعي او ریښتینې مذاکرې په میز کې زنګون په زنګون ورسره کینو او یا به یې د جګړې په ډګر کې  زنګنونه  ورماتوو. موږ خپل انتخاب کړی دی، طالبان او د دوي ملاتړي دې هم خپل انتخاب وکړي.»

د سولې له بهیره  د ولسمشر انګیرنه دا ده،چې دغه بهیر د سولې پرځای د جګړې شدت لامل شوی او پکې هڅه شوې،چې طالبانوته یو ډول مشروعیت ورکړل شي.

غني زیاته کړه:« د سولې له  روان بهیر نه یوازې دا چې د سولې او ثبات د ټینګښت لامل نه شو،بلکې د یوې یرغلګرې ډلې ته دمشروعیت ورکونې هڅې په کې وشوې او د سولې دغه بهیر د دې لامل شو،چې شکونه راپیدا کړي او د اوسني خراب  وضیعت لامل شو.»

دسولې او جګړې په برخه کې د تېرو کلونو پرتله طالبانو بدلون کړی؟ ولسمشر یې په اړه یې داسې وایي: «  هو! طالبانو بدلون کړی دی،په ظلم او نا روا کې شریره شوي او د خپل تېر پرتله نور هم مزدور شوي دي.»

ولسمشر غني طالبان د اسلام د اوایلو له خوارجو سره پرتله کړل او زیاته کړه،چې د داسې ډلې پروړاندې به هېڅ کله هم ماته ونه مني.

هغه زیاته کړه:« ایا له دې ټولې دیني، کلتوري او تاریخي سرمایې سره سره د دې اجازه ورکوو،چې د اکوړه  خټک منحرف شوې مدرسه او دې ورته نور، زموږ برخلیک له بهره وټاکي. ایا غواړئ،د داسې ډلې پر وړاندې،چې د اسلام د اوایلو له خاورجو سره هېڅ ډول توپیر نه لري، په ګونډو شو. نه نه هېڅ کله نه.»

ولسمشر د ملي شورا غړي وننګول،که مشترک او ملي ارزښتونه او د نظام بقا ورته مهمه نه وي، نو دطالبانو پر وړاندې دې د خپل ژوند د بقا او فردي شتمنیو  د ساتلو لپاره راپورته شي. 

هغه وايي:« که چاته مشترک ارزښتونه او د نظام بقا هم  مهمه نه وي،خو د خپل ژوندانه  د بقا او د خپلو فردي شتمنیو د ساتلو لپاره دې دجعل دې لښکر پر وړاندې ودریږي.»

د ولسمشر له وینا وروسته دملي شورا دواړو خونو ولسي جرګې او مشرانو جرګې یوې ګډې اعلامیه کې له افغان ځواکونو، اساسي قانون، ملي او اسلامي ارزښتونو ملاتړ اعلان کړ او له طالبانو یې وغوښتل،چې د جګړې پرځای دې د سولې لاره غوره کړي.

ولسمشر وايي، د  وضعیت د مهار لپاره شپږمیاشتینی امنیتي پلان یې ترتیب کړی،چې له مخې به یې د ملي اردو ځواکونه د مخالیفینو ستراتیژیک اهداف په نښه کوي، پولیس به د سیمو امنیت ټینګښت پر غاړه ولري او د ملي امنیت لوی ریاست به له مخالیفینو سره د جګړې لپاره د خلکو پر بسیج کار وکړي.

دا لومړی ځل دی،چې ولسمشر محمد اشرف غني د ناسم امنیتي وضیعت او د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي له امله د ملي شورا ځانګړې ناسته راغواړي او وینا ورته کوي .

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist