Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر غني: طالبان د سولې اراده نه لري او جګړې ته یې مخه کړې

admin by admin
2021/08/02

 افغان ولسمشر نن دوشنبه د « ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۱۱ مه»  د ملي شورا ځانګړې ناستې  ته د وینا پر مهال طالبان یو ځل بیا وننګول چې سولې ته اراده نه لري او جګړې ته یې مخه کړې ده. 

ولسمشر غني وایي، طالبانو یې د سولې لپاره اخلاص او صداقت ته د کمزورۍ په سترګه کتلي او جګړه یې پرې تحمیل کړې ده.

غني زیاته کړه: «سولې ته د رسېدو لپاره موږ لویه قرباني ورکړې ده او لویه بیه مو پرې کړې ده. موږ ډېره نرمي وښودله، داسې ګامونه مو واخېستل چې د نړۍ په هېڅ کونج کې یې حکومت د پورته کولو جرات نه لري. زموږ دښمن نه یوازې د سولې خواته ګام وانه خېسته، بلکې زموږ اخلاص او صداقت یې کمزوری وګڼه او تاسې شاهد یاست چې جګړه یې پرموږ وتپله.»

طالبانو بیا افغان حکومت د سولې په برخه کې خنډ بللی ده.

طالبانو څو ورځې وړاندې ویلي وو، که سوله ییزې لارې تړل کېږي، دوی خپل حق بولي چې پر افغانستان په زور ولکه ټینګه کړي.

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي بیا وايي، د طالبانو او افغان حکومت جګړیز دریځونو ته په کتو باور لري،چې ښکیل اړخونه د سولې لپاره نه، بلکې جګړې ته لېواله دي.

طارق فرهادي وایي، د دې لپاره چې روان بحران ختم شي، ولسمشر  دې واک درېیم لوری ته وسپاري، نه طالبانو ته او نه هم دی خپله باید پاتې شي. 

فرهادي زیاته کړه: «شيږ میاشتې،چې اوس یادیږي، دا خبرې داسې دي، لکه یو چا چې په کراتو د سترنج لوبه بایللې وي او ناکام شوی وي، خو بیا هم وایي، بلي لوبې ته دوام ورکړو او دا ځل یی ګټم، خو دا چاره د خلکو د وینو په قیمت تمامېږي. دا د خلکو غلطول دي، ښه به دا وه،چې د سولې لپاره یی حل لاره وړاندې کړې وه.

طالبانو ویلي، له غني سره سوله ځکه نه کوي چې هغه غواړي طالبان ورته تسلیم شي، خو د جګړې ډګر کې حقیقت بیا بل څه دی.»

له دې داسې ښکاري، چې په نږدې راتلونکې کې به د سولې خبرې ژر پیل نه شي او هر لوری هڅه کوي، د جګړې پر مټ ځانونه خپلو اهدافو ته ځان نږدې کړي، هغه هڅه چې تېرو شلو کلونو کې یې پایله منفي وه.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وایي، ترڅو چې طالب د جګړې ضربه ونه ګوري، دوی به هېڅکله د سولې خبرو ته حاضر نه شي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی خلیل نادم  وايي: «اوس چې یو شمېر زیاتې ولسوالۍ د ایران او پاکستان په ملاتړ نیولي دي، هر تکتیک چې وه په کار واچول شو،ولسوالۍ یې ونیولی، خو اوس ولسمشر مسوولیت لري، چې د سر عالی قوماندان په توګه جګړې ته تیاری نیولی، اول هم باید داسې شوي وو. د سولې مذاکرات یو طرف ته د جګړې ساحه باید نه وه، پرېښودل شوې.»

خو افغانان چې د جګړې اصلي قربانیان دي،د جګړې له اړخونو د دې تمه نه لري چې دوی به د افغانستان ستونزه د سوله ییزو لارو حل کړي.

اوس مهال د هېواد په ډېری ولایتونو کې خلک د جګړې له امله بې ځایه شوي دي او شپې ورځې په سړکونو تېروي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist