Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د بلخ اوسېدونکي: حکومت او طالبان باید پر بېړني اوربند هوکړه وکړي

admin by admin
2021/08/02

د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د یکشنبې « د زمري پر ۱۰ مه» د جګړې پر زیاتوالي اندېښنې او د سولې فرصتونه او ستونزې په نوم کنفرانس  جوړشوی دی. 

د کنفراسن ګډوانوال وايي، حکومت او طالبان باید پر بېړني اوربند هوکړه وکړي.

په ورته وخت کې دوی په جګړه ځپلو سيمو کې د بشري او انساني حقونو پر نقض هم ژوره اندېښنه څرګنده کړه. 

د ښځو د حقونو فعاله فریبا اکبريار وايي:«   دواړو لورو په جلسو کې ویلي،چې د  بشري حقونو  اصولو ته ژمن دي، خو متاسفانه،کله چې ولسوالۍ نیسي او عملا جنګ ته داخلېږي، هېڅ ډول حقوقو ته ژمن نه وي.» 

په ورته مهال د بلخ ځوانان نيوکه کوي،چې د جګړې ښکېلو اړخونو د سولې پر ځای د جګړې ميدانونه ګرم ساتلي دي. 

مدني فعال  بشيربدلون وايي:«  هر ډول پرمختګونه پر ټپه ولاړ دي.تعلیمي مرکزونه تړل شوي دي. خلک په وېره کې دي. وحشت اوج ته رسېدلی دی. د خلکو له دواړو لورو غوښتنه دا ده،چې سوله وکړي.» 

د بلخ اوسېدونکې حسیبا نوري وايي:«  چارواکي  مو پر لوړ اواز دا وايي،چې ملت ته سوله راوړي،خو چېرته دي، تر اوسه پورې یې کوم کار کړی دی. لاسته راوړنې یې کومې دي.»  

د بلخ اوسېدونکي پر داسې مهال په هېواد کې د اوربند غوښتنه کوي،چې وروستيو ورځو کې يو ځل بيا پ ګڼو ولايتونو کې جګړو زور اخيستی او طالبان د هرات، کندهار او لښکرګاه ښارونو ته ننوتلي دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist