Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پښتون ژغورنې غورځنګ: د پښتنو قامي جرګه به ژر پیل شي

د پښتون ژغورنې غورځنګ: د پښتنو قامي جرګه به ژر پیل شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/12

له نن شاوخوا درې میاشتې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي ګیله من وزیر په جنازه کې د غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د خپل قوم د ساتنې، انصاف اوعدالت لپاره د پښتون قامي جرګې د جوړېدواعلان وکړ.

پښتین وویل: « … زه دا ورته وایم چې اې جابره ستا  ۲۰ کاله وارونه وو خو پښتون به یو وار کوي او په دې سره به ته د ځمکې تل ته ځې.»

په تېرو درېیو میاشتو کې غورځنګ د دې برخلیک ټاکونکې جرګې لپاره هلې ځلې وکړې خو د پاکستان حکومت بیا پرله پسې د جرګې پر وړاندې خنډونه جوړ کړل او ان بلوچستان او د وزیرستان څو ولسوالیو ته یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر په ورتګ بندیزونه ولګول، خو دا خبره بېله ده چې منظور پښتین یې له خپلې لارې ونه شوګرځولی.

منظور پښتین وايي: « هېڅکله نه پر شا کېږو. په داسې حالاتو کې له خپلو خبرو په شا کېدل بې غیرتي ده. زموږ سرونه به ځي خو ټیټوو یې نه، ناکامي منو، خو غلامي هېڅکله نه. موږ په خپله خاوره د نورو واکمني نه شو منلی.»

د پاکستان امنیتي ادارو د دې جرګې د کمزوري کولو او یا مخنیوي لپاره هر ډول امکانات وکارول او دوه ورځې وړاندې یې د خیبر میدان کې د جرګې لپاره درول شوې خېمې وسوځولې، ځانګړی شوی ځای یې په درنو ماشینونو ویجاړ کړ او په مېشتو پښتنو یې ډزې وکړې.

د پاکستان د حکومت دغه ګام د غورځنګ غړیوغوسه را وپاروله او حکومت یې له لسیزو راهیسې د پښتنو په وژلو اوشکنجه کولو تورن کړی.

  دوی وایي، د نورو هېوادونو په څېر راتلونکی غواړي اوپه خبره یې د پاکستاني پولیسو شتون نور نه شي زغملی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوتن غړی وايي: « پنجابی د اور اچولو لپاره راغلی و او ځان یې د دې ځای مالک ګاڼه، خو موږ نور دلته پنجابیان نه شو منلی. زموږ غوښتنه دا ده چې د پنجاب پولیس، پوځیان، صاحب منصبان، قاضیان او د دوی پښتانه ملګري د زموږ له خاورې ووځي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ته د غونډې له پیل وړاندې  د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له خوا ویل شوي چې د دوی شناخت کارټونه اوپاسپورټونه به د یاد حکومت له لوري بلاک او کنسل شي.

منظور احمد پښتین په دې اړه غبرګون کې وايي: « جرګې ته میلیونونه پښتانه را روان دي، پاکستان باید د ټولې پښتونخوا شناخت کارټونه په یوځای بلاک کړي. ته به وايي پاکستان ډېر قدرمن پاسپورټ هم لري. چې د پاکستان پاسپورټ دې جیب کې وي، په نړۍ کې څوک نیږدې نه درسره کېني.»

دغه قومي جرګه داسې مهال جوړېږي چې ۲۰۱۴ کال په وزیرستان او قبایلي سیمو کې پاکستاني پوځ ضرب عضب په نوم عملیات پیل کړل او په زرګونه بې دفاع عام پښتانه یې ووژل.

 له دې سره د پاکستاني حکومت د پوځي عملیاتو، هدفي وژنو او د پښتنو سیاستوالو د ځپلو لړۍ لاهم روانه ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د همدغو وژنو د مخنیوي لپاره قامي جرګه را بللې ده.  د غورځنګ مشران وايي، د پاکستاني ځواکونو د بریدونو او ولس ته د پښتنو پر وړاندې د پاکستاني ریاست د ظلمونو ښکاره کولو لپاره د اړوند وسایلو ځای پرځای کولو او د لارو بندیدو له امله دغه جرګه د لنډ وخت لپاره ځنډېدلې او ژر به پیل شي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین ډاډ ورکړی چې له جرګې نه تیریږي او په خبره یې هېڅ ډول فشارونو او زور زیاتي ته نه تسلیمیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist