Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټي.‌ټي.‌‌پي د پښتنو قامي جرګې د درناوي په موخه پنځه ورځنی اوربند اعلان کړ

ټي.‌ټي.‌‌پي د پښتنو قامي جرګې د درناوي په موخه پنځه ورځنی اوربند اعلان کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/09

په داسې حال کې چې ټاکل شوې د روانې اکټوبر میاشتې پر ۱۱ مه نېټه په خیبر دره کې د پښتنو قامي جرګه جوړه شي، له دغې جرګې په لر او بر کې پراخ ولسي ملاتړ شوی.
 د ولسونو، سیاستوالو، ګوندونو او بنسټونو ترڅنګ، تازه د پاکستاني طالبانو تحریک چې دامهال د دې هېواد له پوځ سره پر جګړه بوخت دی، جرګې ته د درناوي لپاره پنځه ورځنی اوربند اعلان کړ.

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي.‌ټي.‌پي) له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلې، دغه پرېکړه د روانې اکټوبر میاشتې پر ۱۱مه د پښتونو قامي جرګې د غوره ترسره کېدو او ورته د درناوي په موخه شوې.

اعلامیه کې ویل شوي، چې اوربند به د چهارشنبې پر ورځ د اکټوبر له ۹ نافذ وي او د اکټوبر تر ۱۳ مې به دوام کوي.

د اعلامیه له مخې، په دې موده کې به ټي.‌ټي.‌پي پر پاکستاني پوځيانوهېڅ برید نه کوي؛ خو د مقابل لوري د تېري او تخطۍ په صورت کې له ځانه د دفاع حق لري.

د پاکستاني طالبانو تحریک د اعلامیې یوه برخه کې راغلي: « موږ د دې تاریخې جرګې او راټولېدنې د درناوي لپاره د روانې اکټوبر نهمه، لسمه، یوولسمه، دولسمه او دیارلسمه ورځ په خیبر قبايلي سیمو کې د دوښمن پر وړاندې ډزبندي اعلانوو. د دې پنځو ورځو په لړ کې به  د پاکستاني طالبانو تحریک مجاهدین د جرګې د درناوي لپاره پر دوښمن بریدونه نه کوي، خو د ځان د دفاع او حفاظت حق ساتنه کوي او که د دوښمن له لوري هر راز تېری کېږي، په دې صورت کې به مجاهدین له ځانه د دفاع حق لري.»

دغه راز، په اعلامیه کې ویل شوي، ټي.ټي.پي له لسیزو راهیسې له پښتنو سره د پاکستاني حکومت له لوري د روانو ظلمونو پر وړاندې درېدل او وسله پورته کول د ځان حق ګڼلی او له ټولو هغو جهتونو او اړخونو یې ملاتړ اعلان کړی چې په وینا یې له مظلومو پښتنو سره د روان ظلم پر ضد درېږي.

د اعیلامیې یوه برخه:« موږ د مجبورۍ له مخې او له ځانه د دفاع لپاره د دې غلام پوځ پر وړاندې وسله پورته کړې. د خپلې خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو، پر خپلو خدای راکړيو هستیو د اختیار لرلو، له ظلم څخه د خپلو مظلومو عوامو د ساتنې او د هغوی د اسلامي، دیني او مشروع حقونو ترلاسه کولو لپاره روانه مبارزه زموږ مسلم اخلاقي، شرعي او انساني حق دی او څوک چې په هر نامه له پښتون قوم سره د روان ظلم پر وړاندې درېږي او د دې حقونو د اعادې لپاره مبارزه کوي؛ موږ یې ملاتړ کوو.»

که څه هم د پښتونو قومي جرګې ته له تېرو څو میاشتو راهیسې پراخ چمتووالی روان دی؛ خو دوه ورځې وړاندې د پاکستان حکومت د دې جرګې له جوړېدو سربېره د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو بندیز وضع کړ او د پي.ټي.اېم روانه مبارزه یې د پاکستان د سولې او امنیت پر ضد اقدام وباله.

د سیاسي چارو شنونکي د پاکستان د دغه اقدام خلاف د ټي.ټي.پي د اوربند پرېکړه د ولسونو سیاسي خوځښتونو او سوله ‌ییزو مبارزو څخه د ملاتړ او ګډو موخو ته د رسېدو پر لور د واحدې مبارزې په مانا بولي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « د ټي.ټي.پي پنځه ورځنی اوربند د پښتون ژغورنې غورځنګ د ملاتړ په مانا دی، له بلې خوا په ډاګه کوي چې د ټي.ټي.پي او پي.ټي.اېم موخې ګډې دي. دا مهال د پښتونخوا او وزیرستان زرګونه ځوانان او وګړي تري تم دي، وژل شوي یا په زندانونو کې دي؛ د پښتون ژغورنې غورځنګ د هغوی د مړي یا ژوندي پوښتنه کوي، همدا غوښتنه د پاکستاني طالبانو د تحریک هم ده.»

خو ځېنې نور بیا د پاکستاني حکومت دغه پرېکړه د هغه جبر او ظلمونو یو بله کړۍ بولي چې له ایجادېدو راهیسې یې تل مظلوم قومونه له حق غوښتنې راګرځولي او له زوره په استفادې یې د روا او مشروع مبارزو مخه نیولي.

د دوی په اند، که څه هم دغه ډول اقدامات نه شي کولی د جرګې جوړېدو مخه ونیسي؛ خو په خبره یې د پاکستان حکومت دغه شان یو اړخیز او سخت دریځه ګامونه هلته مېشت ولسونه په لوی لاس تاوتریخوالي او وسلې پورته کولو ته اړ باسي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دا ځل دا خبره ثابته شوه چې پښتانه له ډيموکراتیکو لارو د امن او سولې غوښتنه کوي او که چېرې مجبوره شي، ښايي ټوپک ته هم لاس کړي. په دې صورت کې به پښتانه ملامت نه وي او د هر ډول پېښو پړه به پر پنجاب اچول کېږي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين د ټي.ټي.پي د دې پرېکړې په تړاو غبرګون نه دی ښودلې خو پر پي.ټي.اېم د پاکستان حکومت له لوري لګېدلی بندیز یې ظالمانه بللی او وايي، دغه ډول فعالیتونه نه شي کولی د پښتنو قومي تاریخي جرګې مخه ونیسي.

پښتین زیاته کړې، د عدم تشدد له لارې به په دغه هېواد کې د ترهګرۍ خلاف او د خپلو خلکو حق غوښتې مبارزې ته دوام ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026
افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه
افغانستان

افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

جون 30, 2026
د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول
افغانستان

د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول

جون 30, 2026
پکتیا کې د پوځي رژيم د قصدي برید ډېری قربانیان، ژغورنې ته ورغلي کلیوال دي
افغانستان

پکتیا کې د پوځي رژيم د قصدي برید ډېری قربانیان، ژغورنې ته ورغلي کلیوال دي

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026
سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی

سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی

جون 30, 2026
افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

جون 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist