Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سیاسي کمېسیون ناسته کې د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا او د سرحدونو پر کنټرول ټینګار شوی

د سیاسي کمېسیون ناسته کې د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا او د سرحدونو پر کنټرول ټینګار شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/09

د ریاست الوزرا‌ء  سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پر مشرۍ د اسلامي امارت سياسي کمېسيون ناسته کړې.

په دې ناسته کې ګڼو چارواکو ګډون کړی او د افغانستان او سیمې پر سیاسي وضعیت، د سترو سیمه ‌ییزو پروژو پرعملي کېدو، د سرحدي سیمو د امنیتي او ټولنیز وضعیت د لا ښه کېدو او له یو شمېر هېوادونو سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې.

ناسته کې ټینګار شوی چې افغانستان د خپلو بندرونو او سرحدونو د امنیت خوندي کولو لپاره چمتو دی او هېچا ته له افغانستانه د نورو هېوادونو ګواښلو اجازه نه ورکوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « اسلامي امارت سیاسي کمیسیون د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پر مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې غونډه وکړه. په دې ناسته کې د سیاسي کمېسیون غړیو، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز او د کورنیو چارو وزارت لوی مرستیال ګډون درلود، د افغانستان او سیمې په سیاسي او امنیتي وضعیت خبرې وشوې. په دې ناسته کې د سترو اقتصادي پروژو پر عملي کولو، د سرحدي سیمو امنیتي او ټولنیز وضعیت ښه والي او له یو شمېر هېوادونو سره سیاسي اړیکو پر پياوړتیا بحث وشو. دغه راز په ناسته کې ټینګار وشو چې افغانستان د خپلو سرحدونو ساتنې ته چمتو دی او هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نورو ته زیان واړوي.»

د سیاسي چارو شنونکي بیا له هېوادونو سره پر متقابل احترام ولاړو اړیکو ټینګار کوي او د هېوادونو ترمنځ تګ راتګ د کړکېچونو د حل لپاره مهم بولي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « زما په اند، دلته باور کول او باور جوړولو ته زمینه برابرول مهم دي. همدارنګه د هېوادونو ترمنځ راشه درشه او د ګاونډیانو ترمنځ پر یوبل اعتماد کول مهم دي. اسلامي امارت پر خپلو ژمنو ولاړ دی او تل دا خبره کوي چې افغانستان نه چا ته ګواښ دی او نه هم اجازه ورکوي چې له خاورې یې چاته ګواښ پېښ شي.»

که څه هم له تېرو درېیو کلونو راهیسې اسلامي امارت په پرله پسې توګه ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته د امنیت ډاډ ورکوي؛ خو لاهم دغه اندېښنې پر لوړه کچه دي.

دوی وایي، که ګاونډي او د سیمې هېوادونه هم افغانستان ته دا ډول ډاډ ورکړي، نیابتي او ترهګرې ډلې به په سیمه کې له منځه لاړ شي.

د سیاسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي: « په تېرو درېیو کالو کې سرپرست حکومت نړۍ او ګاونډیانو ته ډاډ ورکړی چې له خاورې یې پر هېچا تېری نه کېږي؛ آیا ګاونډیان هم کولی شي په دومره وضاحت سره افغانستان ته ډاډ ورکړي چې په دغو هېوادونو کې مېشتې ترهګرې او نیابتي ډلې افغانستان ته نه استول کېږي؟»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د سیاسي کمېسیون غونډه کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ښه ‌‌والي ټینګار شوی و او په هغه ناسته کې چارواکو ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت له هېڅ هېواد سره ستونزه نه لري او د امريکا په  ګډون د سيمې او نړۍ له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026
افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه
افغانستان

افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

جون 30, 2026
د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول
افغانستان

د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول

جون 30, 2026
پکتیا کې د پوځي رژيم د قصدي برید ډېری قربانیان، ژغورنې ته ورغلي کلیوال دي
افغانستان

پکتیا کې د پوځي رژيم د قصدي برید ډېری قربانیان، ژغورنې ته ورغلي کلیوال دي

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

جولای 1, 2026
لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026
سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی

سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی

جون 30, 2026
افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

جون 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist