Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بدري: د ټاپي پروژې کارونه باید چټک شي

بدري: د ټاپي پروژې کارونه باید چټک شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/09

نږدې یوه میاشت وړاندې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نل لیکې عملي چارې پيل شوې، خو د چارواکو له څرګندونو ښکاري چې کارونه یې ټکني روان دي؛ له همدې امله چارواکي ټينګار کوي چې د دې پروژې عملي چارې بايد چټکې شي.

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري د دې پروژې له اجرائيوي ریيس سره د پروژې پرعملي چارو غږېدلی او ټينګار يې کړی چې د دې پروژې عملي چارې بايد له اوسني حالت څخه لا ډېرې چټکې شي.

بدري ډاډ ورکړی چې سرپرست حکومت د ټاپي پروژې تطبيق ته ژمن دی او په دې برخه کې به هر اړخيزو همکاريو ته دوام ورکوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي: « په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې اړوند بېلابېلو برخو خبرې وشوې. همدارنګه د افغانستان په خاوره کې د دې سترې پروژې د کارونو پر چټکتیا، د پروژې په مسیر کې د نویو کمپونو پر جوړولو، د ګازو د وېش او افغانانو ته د کاري فرصتونو او تحصیلي بورسونو ورکولو په تړاو بحثونه وشول. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ډاډ ورکړ چې یاده پروژه د افغانستان او سیمې لپاره ډېره مهمه ده او دغه وزارت په دې اړه هر ډول همکاریو ته چمتو دی.» 

سوداګر هم دغه پروژه په سيمه کې د افغانستان سياسي او اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره حياتي بولي او ډاډ ښيي چې د عملي چارو په جريان به يې زرګونه افغانانو ته په مستقيمه او غير مستقيمه توګه د کار کولو زمينه هم برابره شي.

سوداګر عبدالنصیر رشتیا په دې اړه وايي: « دا ښه ده چې دواړه لوري په دې اړه ژمن دي، چې د پروژې چارې په چټکۍ سره مخته لاړې شي. هغه څه چې د افغانستان لپاره ډېر مهم دي، په کلنۍ کچه د ۴۵۰ میلیونه امریکايي ډالرو ترانزیت ترڅنګ د برېښنا، نوري فایبر او رېل پټلۍ د درېیو نورو پروژو حرکت دی چې کولی شي لسګونه زره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان بيا له دې کبله د يادې پروژې تطبيق ته د حکومت جدي پاملرنه غواړي چې په وسيله يې افغانستان له منځنۍ آسيا سره د سوېلي آسيا د پيوستون نقطې په توګه خپل رول تثبيتوي. 

د اقتصادي چارو کارپوه جنت فهیم چکري وايي: « د دې پروژې په چټکتیا کې چې څومره امکان وي، باید درېغ نه شي؛ ځکه له دې پروژې سره ځینې داسې ملاحظات شته، که ځنډ من شي، ښايي زیانونه وزیږوي.»

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالصادق حمیدزی وايي: « دا چې د پروژې عملي چارې پیل شوې او د افغانستان له خوا د پوره همکاریو ډاډ ورکړل شو، اوس تمه دا ده چې لږترلږه د هرات تر ګذرې ولسوالۍ پورې یې چارې بشپړې شي.»

ټاپي د ګازو لېږدونې هغه نل لیکه یا پایپ لین دی چې شاوخوا ۱۸۱۴ کیلومټره اوږدوالی لري او د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

دغه نل لیکه د افغانستان له هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونو تېرېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي
افغانستان

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026
افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه
افغانستان

افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

جون 30, 2026
د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول
افغانستان

د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول

جون 30, 2026
پکتیا کې د پوځي رژيم د قصدي برید ډېری قربانیان، ژغورنې ته ورغلي کلیوال دي
افغانستان

پکتیا کې د پوځي رژيم د قصدي برید ډېری قربانیان، ژغورنې ته ورغلي کلیوال دي

جون 30, 2026
د پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض او عام وګړي بمبار کړل
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم یوځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض او عام وګړي بمبار کړل

جون 30, 2026

وروستي خبرونه

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

لښکرګاه کې د سلطان مسعود غزنوي تاریخي ماڼۍ بیارغونې ته اړتیا لري

جون 30, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون جوړېږي

جون 30, 2026
بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار کړ

جون 30, 2026
سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی

سردار داوود خان روغتون ته د پوځي رژیم بمباریو یو شمېر راوړل شویو ټپیانو حالت نازک دی

جون 30, 2026
افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

افغانانو د پوځي رژیم بریدونه په سختو ټکو وغندل او دا یې بشري جنایت وګاڼه

جون 30, 2026
د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول

د پوځي رژیم وروستي بریدونه او ملکي مرګ ژوبله په نړیواله کچه وغندل شول

جون 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist