Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قانع: تېرو درېیو کلونو کې له ترهګرۍ سره جدي مبارزه شوې

قانع: تېرو درېیو کلونو کې له ترهګرۍ سره جدي مبارزه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/08

که څه هم په تېرو درېیو کالو کې د هېواد په بېلابېلو برخو او سيمو کې ځينې امنيتي پېښې او پېچلي بریدونه ترسره شوي، خو د یوشمیر ګاونډیو هېوادونو په پرتله افغانستان ډېر امن دی.

د کورنېو چارو وزارت پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو ته په اشارې وایي، د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد په ضد نه ده کارول شوې او نه به هم اسلامي امارت کومې ډلې ته فرصت ورکړي چې دا خاوره د بل هېواد یا ملت پر ضد وکاروي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي: « که څه هم د افغانستان په خاوره کې د ځینو امنیتي پېښو عوامل د دوی اتباع وو؛ خو موږ بیا هم غواړو د سیمې له هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو. موږ له دوی تمه لرو چې د خپلو سیمو امنیت خوندي کړي او موږ به هم ډاډ ورکوو چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد نه کارول کېږي.»

د اسلامي امارت چارواکو تل ډاډ څرګند کړی چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې ځپل شوي، مګر دغه ډلې له افغانستانه د باندې مرکزونه لري او له هغه ځایه افغانستان ته استول کېږي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، سرپرست حکومت په تېرو درېیو کلونو کې د ترهګرۍ ضد کافي مبارزه کړې خو ځينې هېوادونه چې د  نیابتي ډلو روزونکي دي، د افغانستان وضعیت په ناامنه ښودلو سره، نامسولانه څرګندونې کوي.

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت وايي: « د سیمې هېوادونه د خپلو ناسمو پالیسیو له امله په خپلو هېوادونو کې له نا امنیو سره مخامخ شوي. په ځانګړې توګه د پاکستان په څېر هغو هېوادونو کې د امن راتګ ممکن نه دی چې د ترهګرۍ د روزلو په مرکزونو بدل شوي. افغانستان له پنځو لسیزو وروسته له جګړو وتلی او مثبت سیاست خواته روان دی؛ هغه سیاست چې په کې د ترهګرو روزل، له ګاونډیانو سره دوښمني او د نورو د ستراتیژیکو ګټو لپاره لوبېدل ځای نه لري.»

وروستي دوه بریدونه چې مسوولیت یې د داعش خراسان څانګې منلی، یو یې د مې مياشتې پر ۱۷باميانو ولایت کې پر بهرنیو سیلانيانو وشو او دویم هغه برید و چې په کابل کې د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو وشو چې له لسو زياتو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

 اوونۍ وړاندې د اسلامي ‌امارت ځواکونو د یادو بریدونو عاملین په جلا عملیاتو کې ونیول چې ځينې یې بهرني اتباع دي.

د اسلامي امارت وياند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي: « اوس د داعش خراسان څانګې پاتې مشران او غړي د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته نقل شوي او هلته مرکزونه او روزنیز کمپونه لري. په افغانستان او نورو هېوادونو کې له دې نویو مرکزونو بریدونه ترسره شوي او هم په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې دیني علماء کرام او د دیني، مذهبي او سیاسي جماعتونو غړي په نښه کوي او د ځینو کړیو له لوري ترې په شومو اهدافو کې کار اخیستل کېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو درېیو کالو راهیسې پاکستان او ځينې نور هېوادونه اندېښنه لري او تور لګوي چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لري او د افغانستان خاوره د دوی پرضد کارول کیږي.

خو اسلامي امارت تل نړۍ او د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې له افغان خاورې هېڅ هېواد ته ګواښ نه شته او په ‌دې تړاو ادعاوې بې ‌اساسه دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist