د هرات ولایت ځايي چارواکو ویلي، بهرنیو ځواکونو په انجیل او ګذرې ولسواليو کې هوايي برېدونه کړي،چې له امله یې شااوخوا ۱۰۰ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
دوی زیاتوي، د ګذرې مالان پله سیمه کې د هوایي برید پر مهال ٣٦ طالبان وژل شوي، یو رنجر او یو هاموي ټانګ یې له منځه تللي دي.
د چارواکو په خبره، پرون ماسپښین د انجیل ولسوالۍ اړوند سیمو کې هم د یوه هوایي برید پرمهال اته دیرش طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هرات ګذرې ولسوالۍ د مالان پله سیمه کې بیا پرون مازیګر په هوایي برید کې شپږ طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه پورې په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.