Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پښتین: له جرګې نه پر شا کېږو

پښتین: له جرګې نه پر شا کېږو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/08

که څه هم د اکټوبر ۱۱ مې ته چې ټاکل شوې په خيبر کې د پښتنو قومي عدالت جرګه جوړه شي، د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، خو د پاکستان حکومت يې د مخنيوي لپاره له هرې ممکنه وسيلې کار اخلي او په همدې موخه يې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مهمو غړیو له نيولو سربېر، د دغه غورځنګ پر فعاليتونو بنديز هم اعلان کړ.

د پاکستان کورنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د اکټوبر پر ۱۱ مه د پښتون ژغورنې غورځنګ په کوربه ‌توب د پښتنو قومي عدالت جرګه د دغه هېواد د امنیت لپاره ګواښ بللی.

د اعلامیې یوه برخه کې راځي: « د پښتون ژغورنې غورځنګ اکټوبر ۱۱ مې ناسته د پاکستان لپاره امنیتي ګواښ دی او له همدې کبله د ترهګرۍ ضد قانون واکونو په کارولو سره د دې جرګې مخه بايد ونيول شي.»

خیبر پښتونخوا کې یو شمېر سیاسیون او د پښتون ژرغونې غورځنګ غړي په خیبر دره کې د پښتون قامي جرګې پر وړاندې تازه بندیزونه د پښتنو پر وړاندې د جګړې اعلان بولي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین وايي: « دا ډېره اوږده پروسه ده، د پاکستان حکومت تېر شپږ کاله د بندیز لګولو هڅه کوله؛ خو اوس چې د جرګې وخت را نیږدې شو، وروستي ځای ته یې ټوپ کړل. بندیز اعلان  د  جنګ دی؛ مانا دا چې زه له تاسره جګړه کوم.»

یو شمېر ملتپال سیاستوال د اکټوبر ۱۱ مې جرګې پر وړاندې لګول شوي بندیزونه غیرعادلانه بولي او وايي، دا په ښکاره د ولسواکۍ له منځه وړلو هڅه ده.

پښتون ملتپال سیاستوال افرسیاب خټک وايي: « د اکټوبر ۱۱ مې سوله ‌ییزې ناستې پر وړاندې پر پښتون ژغورنې غورځنګ تازه بندیزونه د پاکستان حکومت له خوا پر خلکو د استعماري واک مانا لري. دا د پښتون ملت پر وړاندې غیرعالانه کړنه ده.»

د بلوڅ یکجهتي کمېټې مشره ماهرنګ بلوچ هم ورته خبره کوي او وايي: « پر پښتون ژغورنې غورځنګ لګول شوي بندیزونه د ډيموکراټیکو اصولو خلاف کړنه ده او دغه کار په ښکاره ډول ولسواکي له منځه وړي.»

ورته وخت کې، د سیاسي چارو شنونکي د پښتون ژرغونې غورځنګ پر وړاندې لګول شوي بندیزونه د پاکستان حکومت ناسم سیاست بولي او زیاتوي، پاکستان باید د پښتنو پر وړاندې روان کړي سیاست له سره فکر وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « وړاندې له دې چې د پاکستان حکومت پر خپلو مخالفو ګوندونو یا هغو کسانو بندیز ولګوي چې د خپلو خلکو حقونه غواړي، باید پر خپلو سیاستونو او ستراتیژیو له سره فکر وکړي او په کې بدلون راوړي.»

دا لومړی ځل نه دی چې په خیبر پښتونخوا کې د پښتون ژرغونې غورځنګ ناستو پر وړاندې خنډونه راپورته کیږي، بلکې له دې وړاندې هم د پاکستان حکومت له خوا د دې غورځنګ ناستو سره مخالفت شوی او ان مخکښ غړي یې وژل شوي او بندیان شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist