Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنیو چارو وزارت: پاکستان کې سیاسي بې ‌ثباتي د سیمې پر زیان ده

بهرنیو چارو وزارت: پاکستان کې سیاسي بې ‌ثباتي د سیمې پر زیان ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/08

د مسليم‌ ليګ‌ ن ګوند پر مشرۍ په پاکستان کې د اوسني حکومت خلاف د تحريک انصاف ګوند لاريونونو په دې هېواد کې سياسي فضا خړه کړې او په داسې حال کې چې دغه هېواد د شانګهای سازمان د ناستې کوربه ‌توب ته چمتووالی نيسي، ورسره هم ‌مهاله له فرصت په ګټنې د تحريک انصاف ګوند او د پخواني لومړي وزير عمران خان پلويانو هم حکومت ضد لاريونونو ته زور ورکړی.

له دې سربېره، پاکستان کې د ناامنیو زیاتېدو او د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعاليتونو بنديزهم هلته د سیاسي بې ثباتۍ پر اور تېل پاشلي او له همدې کبله د افغانستان سرپرست حکومت اړ شوی څو د وضعيت په اړه اندېښنه وښيي.

د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، پاکستان دې د خلکو مشروع حقونه ومني او روانه بې ‌ثباتي دې مهار کړي؛ ځکه په خبره يې دغه بې ‌ثباتي له پاکستان سربېره پر سيمې هم اغېز کولی شي.

د اعلامیې یوه برخه: « په ګاونډي پاکستان کې د حکومت او سیاسي مخالفينو د پلويانو ترمنځ ترينګلتيا د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې او دوام يې پر ټوله سيمه منفي اغېز کولی شي. د ولس مشروع غوښتنو پر وړاندې تر ټولو ښه لار مذاکره او تفاهم دی. وروستيو پېښو ثابته کړې چې له مذاکراتو انکار ستونزې لا پېچلې کوي. موږ د پاکستان وضعیت له نږدې څارو. هيله من يو چې د پاکستان حکومت او تأثيرګذاره ادارې له زياتېدونکې نارضايتۍ سره معقول او واقعبین چلن وکړي.»

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د اسلامي امارت غوښتنو ته تند غبرګون ښودلی او دا يې د پاکستان په داخلي چارو کې ښکاره لاسوهنه بللې.

د یاد وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ ویلي، کابل دې په اسلام آباد کې یوه ډيموکراټيک دولت ته د مشورې ورکولو پر ځای خپلې داخلي ستونزې حل کړي.

هغې زیاته کړې: « پاکستان د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د ویاند اعلامیه د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بولي او دا اسلام آباد ته د منلو وړ څرګندونې نه دي. طالبان دې ټول شموله حکومت ته لومړیتوب ورکړي او د خپلو خلکو اړتیاوو او هیلو ته دې ځواب ووایي او دغه راز دې ښځو او نجونو ته د کار او زده ‌کړو حق ورکړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، پاکستان د خپلو غلطو پالیسو په غوره کولو سره خپل سیاسي او اقتصادي ثبات ته سخت زیان رسولی.

دوی غوښتنه کوي چې پاکستان دې د خپلو وګړو مشروع غوښتونو ته هو ووايي او د ټولو قومونو حقونو ته دې یو شان پاملرنه وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « په پاکستان کې روانې ناندرۍ او سیاسي بې ثباتۍ د پاکستان د هغو ناسمو پالیسیو پایله ده چې په تېرو څلوېښتو کالو کې یې په داخل او ګاونډ کې کارولې ده.»

ځېنې نور بیا وايي، په اسلام آباد کې د سیاسي بې ثباتۍ زیاتېدل به له افغانستان سره د دې هېواد سوداګري هم اغېزمنه کړي.

د دوی په خبره، پاکستاني چارواکي د نړيوالو سټېجونو له لارې د افغانستان ناسم انځور وړاندې کولو هڅه کوي.

د سیاسي چارو کارپوه ظاهر بهاند وايي: « په پروني لارو کې شاوخوا ۱۶۵ افغانان د پاکستان د پوځ له خوا نیول شوي او لاهم لادرک دي. زما په اند، که په پاکستان کې لاریونونه او بې ثباتې همداسې روانه وي، د خلکو او حکومت ترمنځ به واټن لا پسې پراخ شي.»      

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وړمه ورځ د یوې اعلامیه په خپرولو سره د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالیتونو بندیز لګولی.

 د غورځنګ مشر منظور احمد پښتین ویلي، د پاکستان فډرالي حکومت له دې اعلان سره د پښتنو پر وړاندې د دوښمنۍ ټولې پولې ماتې کړې او دوی به له هر ډول ستونزو سربېره خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي، ان که د سر په بیه وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist