Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې د جاپان سفارت او ملګرو ملتونو اړمنو افغانانو ته د خدمتونو رسولو هوکړه لاسیک کړ

کابل کې د جاپان سفارت او ملګرو ملتونو اړمنو افغانانو ته د خدمتونو رسولو هوکړه لاسیک کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/08

په کابل کې د جاپان سفارت او د ملګرو ملتونو د بشري بیا مېشتونې پروګرام (یو.اېن.هبیتات) ترمنځ د کابل ښار او په هرات کې زلزله‌ ځپلو د ملاتړ په موخه د ۷ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه لاسلیک شوه.

د دې هوکړې موخه د کابل ښاریانو او د هرات زلزله ځپلو سیمو د بنسټیزو تاسیساتو د بیارغونې له لارې، د بېوزلو د ژوند او چاپېریال ښه والی بللی شوی دی.

د آسیا او آرام سمندر لپاره د يو.اېن هبیتات ټاکل شوې استازې وایي، افغانستان په اوسنیو شرایطو کې له سخت بشري او اقتصادي بحران سره مخ دی او اړتیا ده چې د دغه هېواد د وګړو لاسنیوی وشي.

کازوکو ایشیګاکي د هوکړې لاسلیک پرمهال ویلي، په افغانستان کې تېرو څو لسیزو جګړو، اقلیمي بدلونونو او پرله پسې طبیعي پېښو د دغه هېواد ښاري او کلیوالې سیمې له سخت بشري بحران او اقتصادي ستونزو سره مخ کړې دي.

هغې زیاته کړې: « په افغانستان کې له ۲۰۲۱ کال وروسته او یا که په ښکاره ووایم، له هغې وروسته چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، بشري مرستې خورا مهمې او د ارزښت وړ دي. موږ هڅه کړې چې خلکو ته پر وخت بشري مرستې ورسوو. په هر حال، د افغانستان په ښاري سیمو کې بېوزله خلک ډېر دي او دا ډله خلک تر ډېره غیر رسمي ځایونو کې مېشت دي او اکثریت له بشري مرستو پاتې کېږي. له دې ټولو سره، په افغانستان کې طبیعي پېښو هم چې د اقلیمي بدلون مخامخ اغېزې ګڼل کېږي، ډېر خلک یې ځپلي دي.»

همدارنګه ایشیګاکي وايي، په افغانستان کې د بشري وضعیت د کابو کولو لپاره اړتیا ده چې له دې هېواد سره په پرله پسې ډول بشري مرستې وشي.

ورته مهال، په کابل کې د جاپان شارژدافېر تاکایوشي کورمایا وایي، هېواد یې هڅه کوي په افغانستان کې د بېوزله او اړمنو خلکو لاسنیوی وکړي.

د کورمایا په خبره، جاپان له افغانانو سره تل په سختو شرایطو کې ولاړ دی او خپلې ژمنې يې ورسره عملي کړې دي.

کورمایا زیاته کړې:« نن مو له یو.اېن هبیتات سره د همکاریو یوه داسې هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې د کابل ښاریانو او د هرات ولایت د زلزله ځپلو لاسنیوی او ورسره همکاري وشي. د دغې هوکړې له مخې به هغوی ته بنسټیز کارونه وشي، ترڅو د دوی پر ژوند مثبت اغېز ولري. د جاپان حکومت تل هڅه کړې چې له بېلابېلو لارو د افغانانو لاسنیوی وکړي.»

د جاپان سفارت او د یو.اېن هبیتات ترمنځ داسې مهال د بېوزلو لاسنیوي هوکړه لاسلیک کېږي، چې تېره ورځ د اقتصاد وزارت چارواکو له شمشاد سره په خبرو کې له نړیوالو بنسټونو او سازمانونو وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري مرستو ترڅنګ په یو شمېر بنسټیزو پروژو کار وکړي، ترڅو د اړمنو افغانانو ستونزې په بنسټیز ډول حل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist