Skip to content
سرچینه وايي، تېره شپه د امریکایي ځواکونو الوتکو د پنجوايي ولسوالۍ په مرکز او تلوکان سیمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي، چې پر مهال یې د طالبانو هغه ۳ هاموې ټانکونه له منځه وړي، چې د موټربم بریدونو لپاره له چاودېدونکو توکو څخه ډک شوي وو.
دغو بریدونو کې خپله طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې تر اوسه نه دی مالوم.
طالبانو تر اوسه د دغه تازه برید په اړه څه نه دي ویلي.
دا په تېرو ۲ اوونیو کې پر طالبانو د امریکایي الوتکو پنځم هوايي برید دی، چې د کندهار په بېلابېلو سیمو کې یې تر سره کوي.