Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

د کونړ په نرنګ ولسوالۍ کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/07

د کونړ ولایت نرنګ ولسوالۍ اړوند لامټک کلي کې د شنبې پر ورځ د شدید توپان او ورښت په پايله کې سېلابونه راوتلي چې له امله یې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

یو تن سېلاب ځپلی وايي: « د کور سامان، څاروي او هرڅه تر خټو لاندې دي. سېلابونو هرڅه رانه واخیستل.»

یو تن بل سېلاب ځپلی بیا وايي: « دلته سېلاب درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي. ډېره زیاته ساحه او کورونه یې په بشپړه توګه ویجاړه کړې. یو شهید موږ په خپلو لاسونو له دې خټې را ویسته. د دې ځای ټول څاروي او مالداري یې ختمه کړه.»

د کونړ د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست مسوولین وايي، د دغو سېلابونو له امله یو تن مړ او شپږ تنه نور ژوبل شوي دي.

دوی زیاتوي، د دغو سېلابونو په پايله کې د خلکو کورونه او کرنیزې ځمکې هم په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

د کونړ ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست د حوادثو آمر وايي: « دا ساحه تر کوړې سیمې پورې ټوله تخریب شوې، کورونه او هرڅه ویجاړ شوي دي. تر اوسه یو شهید او شپږ تنه ژوبل لرو او شاوخوا ۴۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.»

په ورته وخت کې سېلاب ځپلې او زیانمنې شوې کورنۍ له سرپرست حکومته د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

یوتن سېلاب ځپلی وايي: « له دولت غوښتنه کوو چې زموږ کورونه بېرته راته جوړ کړي او د اوسېدلو سامان راکړي.»

د سیمې یو اوسېدونکی وايي: «له دولت غوښتنه کوم چې له سېلاب ځپلو سره مالي مرستې وکړي. په اوږدمهاله کې غوښتنه کوو چې راتلونکي کې د دغه شان سېلابونو د مخنیوي لپاره دې ساحه کې یو چکډیم جوړ کړي ترڅو سېلابونه بیا ځل دغسې ورانی ونه کړي.»

له دې څو ورځې وړاندې هم د ننګرهار کوز کونړ او ښېوې ولسوالۍ کې د شدیدو ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته د سر او مال زیانونه اوښتي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist