د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي د مسکو فارمټ د شپږمې ناستې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره کتلي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وایي، متقي لیدنه کې دغه فارمټ د افغانستان لپاره ارزښتمن بللی او د افغانستان او سیمې ترمنځ یې په سیاسي او اقتصادي برخو کې د پرمختګونو یادونه کړې.
نوموړي همدا راز د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره سم، په ټول هېواد کې د ډاډمن امنیت او ثبات یادونه کړې او ویلي دي، اوس د بل هر وخت په پرتله په افغانستان کې امنیت ټینګ دی او د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي دي.
په دې لیدنه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د افغانستان د مرکزي بانک د کنګل شوې شتمنۍ پر آزادېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي، د روسیې ډېری شرکتونه لېواله دي چې افغانستان کې د کرنې، کانونو او ټرانسپورټ برخو کې پانګونه وکړي.
لاوروف په سیمه او نړۍ کې له ورستیو بدلونونو وروسته د افغانستان موقعیت ته په اشارې ویلي، افغانستان د سیمې د اقتصادي اتصال په برخه کې مهم هېواد دی.