Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پښتین د اکتوبر پر ۱۱ مه د پښتنو قامي جرګه رابللې

پښتین: د سر په بیه به د پښتنو قومي جرګه کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/05

د  فرضي کرښې هغې غاړې افغانانو د منظور احمد پښتين پر مشرۍ پریکړه کړې چې د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۱ مه  نېټه به د خيبر درې سېمه کې یو لویه جرګه جوړوي او ټولو سیاسي ګوندونو، ټولنو ته يي بلنه ورکړي تر څو په دغه جرګه کې ګډون وکړي.

خو له تېرو دوو ورځو راهیسي د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ په یو شمېر غړو چاپې وهلي او له بېلابېلو سېمو يې د دغه غورځنګ مخکښ غړي زندانونو ته اچولې.

د راپورونو له مخې، پاکستانې پولېسو د دغې جرګې په خېمو بریدونه هم کړي او یو شمېر کسان يي سخت ټپیان کړي هم دې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین په یوه تازه ویډیویی پیغام کې د پاکستان پولېسو ته ګواښ کړي.

پښتین وايي، که دا جرګه د سرونو پر بیه ورته تمامه شي خو بیا به هم  د اکتوبر ۱۱ مې جرګه کوي او هيڅوک يي مخنېوی نشي کولی.

پښتین زیاتوي:« ولسونو ته وایم، چې دا جرګه به کېږي، ډاډه اوسئ….  بیا هم وایم، په چلینج جرګه درنه کوو. و الله چې سرونه مو هم رانه ولاړ شي، په دې وجود کې چې وینه بهېږي، جرګه به کېږي، جرګه به کوو، سرونه ورکوو، خو د خپل وطن اتحاد او د خپل وطن خاوره چاته نه پرېږدو.»

له دې سره د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د پاکستان پر هغه چلن نيوکه کوي، چې د پښتنو قومي جرګې پر وړاندې يې اختيار کړی.

دوی وايي، ياده جرګه کې د پښتنو مهم قومي مشران راټولېږي او سولې غږ ته يې بايد د لبيک په ويلو سره ورته مزاحمت ونه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي:« همدغه د ډیورنډ فرضي کرښه دا له څو لسیزو راهېسې تر نن ورځې پورې ستره ستونزه دغه یوه قوم ته چې پر دوو برخو وېشل شوی، جوړه کړې. نو د دې لپاره پاکستان هڅې کوي، چې د دې ناسته مخه ونیسي. پښتانه اوس راوېښ شوي، ماشومان هم اوس پر دې باندې پوهېږي، چې پښتانه باید سره بېرته په هماغه پخوا په شان یو قوم شي.»

د سیاسي چارو شنونکی سېد بلال فاطمي وايي:« زه فکر کوم، چې د پاکستان اردو له هر څومره تشدد کار واخلي، دا یې پر زیان ده او د پښتنو پر ګټه ده او پښتانه به نور هم سره یو کېږي، دا به د دې لامل شي، چې پښتانه واقعا یو تصمیم ونیسي،  او د پنجاب له  دغه ظلم او غلامۍ به ځان وباسي او د خپلې مورنۍ خاورې افغانستان سره به الحاق وکړي او یو ځای به شي.»

پښتین د فرضي کرښې هغې غاړې له ټولو افغانانو غوښتنه کړې، تر څو د پاکستان د پولېسو د روانو کړنو څخه ونه ویريږې او په زړورتیا په یاده جرګه کې ګډون وکړي.

ورته مهال د سیاسي چارو شنونکې وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ هڅې او منډې به حتمې مثبته پایله ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist