Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

غني: که طالبان دا فکر کوي چې افغانان به ورته تسلیم شي، دا ناسم فکر دی

admin by admin
2021/07/29

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د زمري اوومې په مناسبت ارګ کې جوړې شوې غونډه کې د وینا پرمهال یو وار بیا طالبان وننګول چې ټول تمرکز یې پر ویجاړي، تاوتریخوالي او جګړې دی او که په دې فکر وي چې افغانان به ورته تسلیم شي، دا ناسم فکر دی.

که څه هم د طالبانو او افغان حکومت پلاوو د دوحې په تېره غونډه کې ومنله چې د افغانستان د ستونزې حل پوځي نه بلکې سیاسي دی، خو اوس یې دریځونه په جګړه ولاړ دي او داسې ښکاري چې خبرې اترې نوره پایله نه لري.

خو طالبانو بیا په تازه غبرګون کې خبرداری ورکړی دی، که د سولې لارې تړل کېږي او مقابل لوري له سوله ییزو پروسې ځان وکاږي، دوی حق لري چې د زور له لارې کار واخلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: «که چېرې د سوله ییزې لارې پر وړاندې خنډونه ایجادیږي او توافقنامه نه عملي کېږي  او موږ وینو چې مقابل جهت ځان باسي، له هغو سوله ییزو پروسو نه چې باید اجرا شوې وې او تر اوسه یې نتیجه ورکړې وه بیا نو زور او نظامي حل یوازینۍ هغه لار ده چې موږ ورته مجبور یو. دا زموږ حق دی، نه غواړو د افغانستان قضیه اوږده شي، د فلسطین موضوع ترې نه جوړو، دا باید ژر حل کړو، که چېرې سوله ییزې لارې وتړل شي او مقابل جهتونه د سولې پر وړاندې خنډونه اچوي امریکا هم د توافقنامې له متن سرغړونو ته دوام ورکړي، د زور او فشار له لارې حل ته موږ اماده یو. دا زموږ حق ده او دا د ملت د نجات لار ده.»

طالبان داسې مهال د جګړې زیاتېدو خبرداری ورکوي چې په تېر  دوه نیمو میاشتو کې دغې ډلې پر افغان ځواکونو سلګونه لوی او واړه بریدونه کړي او نږدې دوه سوه ولسوالۍ یې نیولې دي.

بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وایي، د جګړې د پای توان د امریکا په لاس کې دی، چې د پاکستان له لارې پر طالبانو فشار راولي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی توریالی ځاځی وايي:« امریکا او ناټو د اوسنیو اندېښنو پرځای هغه وخت باید دوی فکر کړی وای، چې په افغانستان يې نظامي یرغل کړی و، شل کاله یې یوه ترهګرییزه ډله تمویل کړه او خپل سیاسي اهداف یې پرې ترلاسه کړل. که امریکا او ناټو وغواړي،جګړه پای ته رسولی شي او دا په دې کېږي چې ناټو او امریکا پر پاکستان فشار راوړي، چې د طالبانو له تمویله لاس واخلي دا یوازینۍ لار د بریا ده.»

امریکا او نړیواله ټولنه افغانستان کې د اسلامي امارات له راتګ سره مخالف دي.

د سیمې هېوادونه چې  له طالبانو سره نن سبا رسمي اړیکې لري، هڅه کوي طالبانو سره د هغو وسله والو پرسر توافق وکړي چې دوی  ترې ځانته خطر احساسوي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، امریکا یوازې اندېښې څرګندوي او تر اوسه پورې یې د افغانستان په قضیه کې مسوولانه چلند نه دی کړی.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی نازک میر زیارمل  وايي:« امریکا د جګړې سټکرچر خپله ډیزاین کړی ده. د دوی له ضد او نقیض خبرو ښکاري چې دوی افغانستان کې د جګړې پای نه غواړي او نه هم مقتدره او ټولشموله حکومت غواړي.»

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی  اصغر خېل منګل وايي: «یوه تګلاره باید منطقه کې جوړه شي، د هغو وسله والو پر ضد چې افغانستان ته رالېږدول کېږي، په هغو ځایو بریدونه وشي، چې ترهګر په کې روزل کېږي، که دا کار ونه شي، د تروریزم لمن به ټولې نړۍ ته روسیې، هند چین ته وغځیږي. له ترهګرۍ سره باید کلکه مبارزه وشي.»

سولې ته د رسېدو لپاره نړیوالې او سیمه ییزې هڅې سر له اوسه  ناکامۍ سره مخ دي او هغه فشارونه چې باید د جګړې پر اړخونو اچول شوي وای، نه محسوس کېږي، خو له هربل وخت افغان حکومت او طالبانو د جګړې دریځ کلک کړی او د سولې خبرې یې پر ټپه درولې دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist