Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې لاریون: لاریونوالو د جګړې له ښکېلو اړخونو د اوربند غوښتنه وکړه

admin by admin
2021/07/29

په کندهار ښار کې لسګونه کسانو لاریون کړی او د جګړې له ښکېلو غاړو یې وغوښتل،چې اوربند وکړي. 

دوى د جګړې ضد شعارونه ورکړل او پر حکومت او طالبانو یې غږ وکړ،چې په کندهار ښار کې دې جګړه ودروي او خلک دې ژوند ته پرېږدي.

یو تن لاريونوال وايي: « ښارونو ته ولې جګړه راوړل کېږي. ښارونه ګڼ مېشتي ځایونه دي، دلته په سلګونه زره کسان اوسېږي. تاسو وګورئ،په ټول ښار مزدوري نه شته. جوماتونه مو له فقیرانو ډک دي. لږ شرم وکړئ. لږ وجدان ته وګورئ.» 

لاریونوال:« د ټول افغانستان پر نمایندګۍ غږ پورته کوو،چې نور دا جنګ بس کړئ. دا تور جنګ بس کړئ، دا د زغملو نه دی.»

لاریون وال:« موږ له دواړو لورو هېله لرو،چې د خدای لپاره اوربند وکړئ.»

دوى پر طالبانو او امريکا نیوکه وکړه،چې دوحه کې یې هوکړه کړې وه،چې په ګڼ ميشتو سيمو کې به جګړه نه کوي،خو دا مهال جګړه د ښار په منځ کې روانه ده او هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

د لاریون یو تن ګډونوال سمیع الله وايي:«  ولس باید د ژوند کولو حق ولري. حکومت او طالب باید دا حق ورکړي،چې ارامه واوسي،ترڅو له خپلو کورونو او سېمو بې ځایه نه شي. هغه سرپناه یې،چې په ډېرو خواریو او سختیو پیدا کړې،ورنه وانخلي.» 

دغه لاريونوال وايي هره ورځ په کندهار ښار کي لسګونه کسان د دې جګړې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي،چي نور يې زغم له لاسه ورکړی دى.

د لاریون ګډونوال عثمان برکت وايي:« مرکزي حکومت باید د کندهار له ولسونو سره پر صادق ودرېږي. دویمه ماده، پر مرکزي حکومت غږ کوو،چې د خلکو عزت خیال وساتي، کندهار ته پاملرنه وکړي او د کندهار په اړه  نور له تېر اېستونکو نمایشي خبرو لاس واخلي. درېیمه ماده، جګړه د حل لاره نه ده. وسله وال طالبان باید د خلکو له کورونو د سنګر په توګه کار وانخلي او حکومت باید له ړندو بمباریو لاس واخلي. څلورمه ماده، ترڅو چې د دوحې له ادرسمه د بین الافغاني مذاکراتو پایله اعلان کېږي،په کندهار کې د جګړې غاړې باید په سیمه ییزه کچه اوربند ته غاړه کېږدي.» 

د يو شمير ولسواليو تر ځنګ دا مهال جګړه د کندهار ښار په درېيمه،پنځمه،شپږمه،اوومه ،اتمه،نهمه، ديارلسمه او پنځلسمه حوزه کې روانه ده،چې د شمېرو له مخې،تر اوسه په کې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ څه باندي ٣٠٠ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر ٣٠ زره زياتي کورنۍ بې ځايه شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist