د بحران په نړیواله ډله کې د افغانستان د مسایلو څارونکی اندرو واتکینز وایي، طالبان لاهم له پاکستان سره اړېکې لري او دوی ثابته کړې،چې د سولې مکذاکراتو ته ژمن نه دي.
واتکینز د طالبانو غوښتنو ته په اشارې ویلي، که یې ټول زندانیان خلاص شي او یا یې هم مشران له تور لیست واېستل شي، بیا هم د غه ډله له تاوتریخوالي لاس وانخلي.
هغه افغانستان کې د سولې ټینګښت پر پاکستان د فشارونو راوستلو سره مشروط کړی دی.
نوموړي دا هم ویلي،چې افغان کشاله پوځي حل لار نه لري او باید د خبرو له لاري حل شي.