Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی له دندې لرې شو

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی له دندې لرې شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/03

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان لا هم د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په لومړیتوب کې ځای لري. دا په داسې حال کې ده چې له همدې وزارته خپره شوې خپرپاڼه کې راغلي، ټوماس وېسټ د افغانستان لپاره د دې هېواد د ځانګړې استازیتوب له دندې ګوښه او په یاد وزارت کې د بندیزونو د همغږۍ د دفتر رییس وټاکل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د انټوني بلینکن له خولې لیکل شوي، ټوماس وېسټ د ماموریت پر مهال د قحطۍ د پراختیا د مخنیوي لپاره پراخې بشردوستانه هڅې وکړې او د میلیونونو وګړو اړتیاوې یې پوره او دغه راز د ترهګریزو ګواښونو په وړاندې وېښ پاتې شوی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې د انټوني بلېکن له خولې زیاته شوې: « ټام په ماهرانه ډول او په یوه پیچلي وضعیت کې  د افغانستان لپاره د امریکا ډیپلوماسي رهبري کړه. نن په نړۍ کې ننګونې ډېرې پیچلي دي او زه هېله لرم چې ټام به د نوي مدیریت په برخه کې هم ښه ثابت شي. زه په دې هم ډاډه یم چې کرن ډېکر، رینا امیري او جان مارک به د امریکا ملي ګټو او په افغانستان کې زموږ د ملي ارزښتونو لپاره ژمن پاتې شي. له افغانستان سره د امریکا ژمنه پر خپل ځای ده او د دې هېواد لپاره د امریکا دغه ماموریت به له دې وروسته د امریکا شارژدافیره، د ښځو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري او جان مارک ترسره کوي. کرن ډېکر به د افغانستان په اړه د امریکا د ډيپلوماتیک ماموریت مشري له دوحې څخه مخته وړي، رینا امیري به د افغانستان د بشري حقونو د تامین لپاره کار کوي او جان مارک به چې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال هم دی، په منځنۍ آسیا کې د امریکا سیاست او ډیپلوماسۍ ته کار کوي.»

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، وېسټ د سرپرست حکومت له زندانه د امریکایي وګړو آزادۍ او د امریکا متحده ایالتونو د افغان همکارانو ځای پر ځای کېدو ته لومړیتوب ورکړی او ترڅنګ یې رینا امیري بیا د افغان ښځو او نجونو د حقونو په تضمین کې همکاري کړې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس وېسټ په خپل اېکس پاڼه لیکلي، په خپل درې کلن ماموریت کې بریالی و او د افغانستان د خلکو لپاره یې ډېر کار کړی او ډاډ ورکوي چې امریکا به په هر ډول شرایطو کې د افغانانو ملاتړ کوي.

ټوماس وېسټ زیاته کړې: « زه د یوې نوې دندې یا د بندیزونو پالیسۍ د همغږۍ لپاره له خپلې پخوانۍ دندې چې د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړی استازیتوب و، لرې کېږم. دا د ویاړ خبره ده چې د هېواد او سیمې لپاره په خورا سخت وخت کې مې د افغانستان په اړه د امريکا ډیپلوماسي مخته یوړه. زه به هیڅکله د بې شمېره افغان خبريالانو، سوداګرو، د بشري حقونو فعالانو، زده کونکو، کډوالو، پخوانی دولت کارکوونکو بشردوستانه لیوالتیا او زړورتیا هیره نه کړم. ما له دوی سره په تېرو درېیو کالو کې ورسره مشورې وکړې. دوی ماته د یوې روښانه راتلونکې دا هيله راکړه چې ټول افغانان باسواده او ځواکمن وي، د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي او د خپل هېواد اقتصادي پرمختګ ته کار وکړي. امریکا افغانستان او د افغانانو ملاتړ ته ژمنه ده.»

د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغه راز وایي، تر دې وروسته به د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو سیاستونه د افغانستان لپاره د دې هېواد شاژدافیره کرن ډېکر، د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري او د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جان مارک مخته وړي.

د سیاسي چارو کارپوهان بیا په تېرو دریو کلونو کې د ټوماس وېسټ ماموریت ناکام بولي او وایي، نوموړي د خپل ماموریت پرمهال د افغانانو لپاره هېڅ نه دي کړي، بلکې یوازې یې د امریکا د سیاسي موخو د تعقیب لپاره هڅې کړي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « ټوماس وېسټ په تېرو درېیو کالو کې د افغانستان لپاره هېڅ نه دي کړي. وېسټ ته د امریکا سیاسي موخې ارزښتمنې وې نه د افغانستان. که څه هم دی وايي چې امریکا لاهم د افغانستان په اړه ژمنتوب لري. د هېڅ یوه بهرني هېواد استازی زموږ لپاره هغه کار نه کوي چې زموږ د هېواد په کې ګټه وي.»  

پوښتنه داده چې  آیا امریکا به د ټوماس وېسټ په ځای بل ځانګړی استازی وګوماري؟ کارپوهان په دې اړه منفي نظر لري او وايي، افغانستان اوس هغه شرایط  نه لري چې امریکا د ورته ځانګړی استازی وټکي.

د چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « زما په نظر، د ځانګړي استازي ټاکل ځانګړی وخت او شرایط لري. زه فکر نه کوم افغانستان اوسمهال هغه ځانګړتیاوې او شرایط ولري چې ځانګړی استازی ورته وټاکل شي. اوس نه هغه پخوانی اقتصادي حالت شته او نه هم سیاسي او نه افغانستان په داسې لېول کې دی چې امریکا یې لپاره ځانګړی استازی وټاکي.»

دا په داسې حال کې ده چې ټوماس وېسټ په تېرو دریو کالو کې د افغانستان په اړه د سیمې یو شمېر هېوادونو ته سفرونه وکړل او له افغان مدني فعالانو، د ښځو او بشري حقونو له مدافعانو سره یې د لیدنو تر څنک، د اسلامي امارت له چارواکو سره هم کتنې درلودې.

توماس وېسټ د ٢٠٢١ کال په اکټوبر کې د افغانستان لپاره د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ځای د امریکا د ځانګړی استازی په توګه وګومارل شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist