د افغانستان بهرنیو چاررو وزارت ویلي، چین دوی ته وار له مخه د طالب پلاوي د سفر په اړه خبر ورکړی و او دوی پوهېږي،چې چین طالبان هڅوي،چې سوله وکړي.
د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي،چې د دغې بلنې موخه د افغانستان د امنیتي وضعیت او د طالبانو ترڅنګ د بهرنیو وسله والو د حضور په اړه له طالبانو سره د چین د اندېښنو شریکول وو.
خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، د چین حکومت په دغه سفر کې طالبانو ته د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خپله ژوره اندېښنه ښکاره کړې او ترې غوښتي یې دي،چې جګړه ودروي.
دغه راز خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چین له طالبانو غوښتي،چې له بهرنیو وسله والو سره اړیکې پرې کړي او له افغان دولت سره جدي مذاکرات پیل کړي.