Skip to content
د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت خوږیاڼو ولسوالۍ په نکړخېلو سیمه کې عملیات کړي،چې په کې د طالبانو پر مرکزونو او پټن ځایونو د سپکو او درنو وسلو بریدونه شوي،شپنۍ چاپې شوي او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله وراوښتې ده.
ځايي چارواکي وایي، اوس هلته په تصفیه شویو سیمو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پوستې جوړې کړي،چې حصارک ولسوالۍ ته غځیدلی سړک د عامو خلکو پر مخ خلاص شو.
د مالوماتو له مخې،په عملیاتو کې د طالبانو ۶ مرکزونه، ۲۳ کړۍ بوشکیي او پرسونل ضد ماینونه،راکټ مرمۍ او زیاته اندازه چاودېدونکي توکي له منځه وړل شوي دي.