د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن له خپل هندي سيال سره د لیدنې پرمهال ويلي، چې د سرتیرو له وتلو وروسته هم په افغانستان کې ښکېل پاتې کېږي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې سویلي اسیا ته په سفر راوتلی، د هند پلازمېنه نوې ډهلي کې یې له خپل هندي سيال سره د افغانستان په وضعيت خبرې کړي او ويلي دي چې افغانستان کې موجودیت تر پوځي شتون محدود نه دی او د ځواکونو له وتلو وروسته به هم دلته پاتې شي.
انتوني بلېنکن وایي: «آن که موږ خپل ځواکونه له افغانستان بهر کوو او ناټو او نور هم خپل ځواکونه بهر کوي، موږ به افغانستان کې زيات دخیل پاتې شو، موږ نه تنها هلته پياوړی سفارت لرو، بلکې مهم پروګرامونه لرو، چې له مخې به يې افغانستان سره له اقتصادي، پراختيايي او امنيتي پلوه مرستې وشي.»
د هند د بهرنيو چارو وزير ايس جېشنکر وایي: «افغانستان په اړه دا اړينه ده چې د سولې مذاکرات د ټولو خواو له لوري جدي تعقيب شي، نړۍ هيله لري چې افغانستان خپلواک، مقتدر، ولسواک او باثباته وويني، چې خپل او ګاونډي يې په سوله کې وي. خو خپلواکي او اقتدار يې هغه مهال باوري کېدلی شي، چې د نورو له نفوذه خوندي شي.»
بلېنکن بیا ويلي، د افغانستان جګړه چې افغانان ترې ځورېږي، نظامي حل لار نه لري، طالبان او افغان حکومت بايد د مذاکراتو لار ونيسي او دې برخه کې همکارۍ ته ژمن دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير زیاته کړه: «موږ دواړه دې وړانديز سره ګډ کار کولو ته ژمن يو، چې افغان جګړه نظامي حل نه لري، افغانان ترې ځورېږي، بايد سوله ايز حل رامنځته شي او اړتيا ده، چې طالبان او افغان حکومت د مذاکراتو مېز کې سره کېني.»