Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ننګرهار ولایت هسکې مېنې اوسېدونکي له سرپرست حکومته د خپلو ورانو کورونو جوړېدل غواړي

د ننګرهار ولایت هسکې مېنې اوسېدونکي له سرپرست حکومته د خپلو ورانو کورونو جوړېدل غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/02

د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ شابۍ سیمه هغه ځای دی چې په تېر کې د جګړې لومړۍ کرښه وه او د بهرنیو ځواکونو د بمباریو له امله په کې خلکو ته له مرګ ژوبلې اوښتو سربېره، پراخ مالي زیانونه اوښتي او کورونه یې ویجاړ شوي دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، د سرپرست حکومت له راتګ وروسته یې سیمه امن شوې او بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي، خو نه جوړ کور پاتې دی او نه هم د ژوند لپاره امکانات.

د هسکې مېنې یوتن اوسېدونکی وايي: « کله چې دلته داعش راغلل، ټولو کډې وکړې او هېڅوک پاتې نه شول. څلور پنځه کاله دا سیمه د جګړو مرکز وه او خلک یې له هرڅه خلاص کړل.»

د هسکې مېنې یو بل اوسېدونکی وايي: «تېر ۲۱ کاله  په دې سیمه کې جګړې وې، کله هوايي بمبارۍ او کله هم ځمکني جنګونه. موږ اوس بېرته خپلو سیمو ته راغلي یو، خو د اوسېدلو لپاره څه نه دي پاتې. د دې ځای ډېر خلک بېوزله دي او د جوړولو وس نه لري.»

د سیمې یو تن اوسېدونکی وايي: «په دې سیمه ډېرې جګړې تېرې شوې، د تېر حکومت پرمهال، له داعش سره د جګړې پرمهال او د  اسلامي امارت په راتګ سره هم دلته جګړې وشوې. دلته ډېر زیات مالي او ځاني تلفات و واښتل او د خلکو کورونه ویجاړ شول.»

د هسکې مېنې اوسېدونکي را روان ژمي ته اندېښنه لري او وايي، د سرپناه نه لرلو له امله جدي ستونزو سره مخ دي او دولتي ادارې باید د ژمي له راتګ وړاندې د سرپناه په چمتو کولو کې ورسره همکاري وکړي.

د هسکې مېنې یو تن اوسېدونکی وايي: «له دولت او موسسو غوښتنه کوو چې د کورونو بېرته جوړولو لپاره موږ سره مرستې وکړي.»

یو تن بل اوسېدونکی هم ورته غوښتنه لري او وايي: « له اسلامي امارت د پاملرنې غوښتنه کوو او غواړو چې د کورونو په جوړولو او ستونزو هوارولو کې همکاري وکړي.»

له دې سره، د ننګرهار ځايي چارواکي د لاسنیوي ډاډ ورکوي او وايي، اوسمهال د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې د داخلي بېځایه شویو سروې روانه ده او په بشپړېدو سره به یې ټولو مستحقو خلکو ته له  سرپناه سربېره د ژوند د نورو اسانتیاوو په برخه کې هم ګامونه پورته شي.

د ننګرهار کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس بازمحمد عبد الرحمن وايي: « په سیمه کې زموږ سروې ګانې روانې دي. کورنیو بېځایه شویو او هغو کسانو ته به مرستې ورسول شي چې خپلو سیمو ته ستنېږي.»

د هسکې مېنې له شابۍ سیمې سربېره د ننګرهار شینوارو، خوږیاڼيو، شېرزادو او حصارک ولسوالیو کې هم د تېرو جګړو پرمهال زرګونه خلکو خپلې مېنې پرېښې وې، خو اوس دا سیمې بېرته امن شوې دي او خلک هم خپلو سیمو ته ستانه شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist