Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

لعل ګل: د جګړې ښکېلو خواوو د ملکي وګړ  خوندیتوب برخه کې کړې ژمنې نه دي عملي کړي

admin by admin
2021/07/28

د افغانستان بشر حقونو سازمان مشر لعل ګل لعل وايي، د ښکېلو اړخونو له ژمنو سره تمه دا وه،چې ملکي مرګ ژوبله کې به خورا کموالی راځي،خو اوس تر بل هر وخت د ملکي وګړو ژوند سخت شوی دی.

 لعل وايي، د جګړو ښکېلو لورو سره له دې چې د ملګي وګړو د ژوند خوندیتوب برخه کې یې کړې ژمنې نه دي عملي کړي، د تمي خلاف یې جګړه‌ ییز اصول هم ترپښو لاندې کړي دي.

لعل زیاته کړه:« په خواشینۍ سره،چې هرڅومره  د جنګ ښکېلو اړخونو له ولس او نړیوالو سره ژمنې کړې وې،چې د بین الافغاني مذاکراتو او له بهرنیانو سره له هوکړې وروسته به په هېواد کې د تاوترېخوالي کچه کمه وي.  خو موږ ګورو،چې  د تاویخوالي او جګړو کچه ورځ تربلې په پراخېدو ده.  دا د دې لامل شوي،چې ملکیانو ته د سر او مال زیانونه اړوي.»  

د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې د ملکي وګړو په مرګ  ژوبله اندېښنه ښودلې شوې او په شپږو میاشتو کې د ۵۲۰۰ ملګي وکړو د مرګ ژوبلې ارقام په‌ کې درج شوي،چې د تېرکال د همدې مودې په پرتله ۴۷  سلنه زیاتوالی ښيي.

د بشر حقونو سازمان وايي د جګړې ښکېل اړخونه د تاریخ له ملامتۍ ځان نشي خلاصولی، د روان وضعیت د کابو کېدو لپاره باید ژر تر ژره اوربند مراعت کړي.

د بشري حقونو   خپلواک کمېسیون ویاند شکر الله مشکور وايي:« سره له دې،چې د جنګ له ښکیلو خواوو د جنګ قوانیونو او د بشرپاله  اصولو د جدي رعایت غوښتنه کوو. یو ځل بیا پر دواړو غاړو غږ کوو،چې د افغانستان موضوع د جنګ له لارې نه حل کېږي. د تاریخ له ملامتیو ځانونه وژغورئ. عاجل اوربند ته غاړه کېږدئ او خبرو اترو ته لومړیتوب ورکړئ.» 

له  مرګ ژوبلې سربېره په تېرو دولس میاشتو کې د جګړو له امله ۵۱ زره کورنۍ له خپلو مېنو وتلې دي،چې ۸۰ سلنه یې بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

 تېرې دوه میاشتې د ملکي وګړو لپاره تر ټولو خونړۍ او سختې  میاشتې ښودل کېږي.

د ولسي جرګې غړی هلمند هلمند وايي:« ملکي وګړي،د جګړې ښکار کېږي. سره له دې، چې موږ ملکي تلفات ډېر لرو، اوس مهال  د دوی لپاره اقتصادي زیانونه ډېر دي. دوی له کور او کلي بې ځایه کېږي، حال دا چې د افغانانو ډېری تر فقر لاندې ژوند کوي. » 

د ملګرو ملتونو په خپاره شوي راپور کې ټول لوري د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله تورن شوي خو یو لوری هم د ملکي وکړو د مرک ژوبلې پړه په غاړه نه اخلي او هر لوري په خپلو عملیاتو کې د ملکي وکړو د ژوند خوندیتوب لپاره دلایل وړاندې کوي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026
ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي
افغانستان

ملابرادر: حکومت به نورستان کې د سېلاب ځپلو کورنیو ستونزې حل کړي

اگست 4, 2026
پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist