Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

 د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیاله: افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده

admin by admin
2021/07/28

د سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستیالې ډاکټر عالمه وايي، افغانستان د سیمې او نړۍ په نیابتي جګړو کې راګېر دی، د سولې مذاکرات په سیستماتیکه توګه روان نه دي، بلکې د تماس ګروپونه اړیکې لري او کار روان دی،چې د طرفینو ترمنځ اجنډا مختصره شي.

عالمه وايي، دوی پر جمهوریت ټینګار لري او باور لري،چې د ټولو بقا په جمهوریت کې ده.

د یاد وزارت مرستیاله ډاکتر عالمه وايي:« لېدنې روانې دي. پر دې کار کوي،چې اجنډا مختصره شي، ترڅو عملا مذاکرات پيل کړي.طالبانو ته له مذاکراتو پرته بله لاره پاتې نه ده.»

اخوا د افغانستان  سولې کور بنسټ د یوې خبرې ناستې پرمهال پر روان وضعیت اندېښنه وښوده او د جدي مذاکراتو پیل کولو غوښتنه یې کړې.

د یاد بنسټ غړی محمد نعیم ایوب زاده وايي، د سولې پروسه کې ابهام دی او ورته څرګنده نه ده،چې حکومت سوله کوي که معامله.

 هغه  د چا نوم نه مشخص کوي،خو له سیاسیونو ګیله لري،چې د سولې او جنګ په اړه یې نه روښانه تګلاره رامنځته کړه او نه یې د خلکو له ارادې سره سم کار وکړ.

ایوبزاده زیاته کړه:« زه له ښاغلي ولسمشره غواړم،چې راشي، صادقانه وایي،چې زموږ اړېکې له امریکا او د سېمې هېوادونو سره څنګه دي. دوی واقعا زموږ دښمنان دي او که ملګري. دوی زموږ  د برنامو ملاتړ کوي او که د طالبانو؟»

د سولې کور بنسټ روان وضعیت د اندېښنې وړ ګڼي وایي، سولې ته رسیدل جدي کار غواړي.

دوی، د تېرو شل کلنو لاسته راوړنو برخه کې د ځواکونو او د نورو ټولو د حقوقو پر خوندیتوب ټینګار وکړ.

د سولې کور بنسټ اجرائیه مشره نګینه یاري وايي:« د روان وضیعت د حل یوازنۍ لاره چې د افغانستان خلک یې غواړي، وکولای شو، ورسېږو،  په اوسنیو شرایطو کې هغه له امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ دی. دوی د افغانستان د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو ساتونکي دي.»

د ناستې ګډونوال داسې مهال پر روان وضعیت،جګړې او د هېواد راتلونکې په تړاو اندېښنه ښيي،چې په شااوخوا ۲۶ ولایتونو کې د افغان ځواکونو  او وسله‌والو طالبانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي، د سولې بهیر کې ملموس پرمختګ نه‌شته او دجګړو له امله کورني بېځایه شوي له ناورین سره مخ دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist